د ژوند راز
29 subscribers
Similar Channels
Swipe to see more
Posts
د یوه بزرګ څخه یې وپوښتل ولې دومره آرام او هوسا یې؟ ويې ویل: د کلونو مطالعې او تجربې وروسته مې خپل ژوند پر پينځو اصولو بناء کړی دی: ١- پوه شوم چې زما رزق بل څوک نه خوري، نو آرام او هوسا شوم. ٢- پوه شوم چې الله تعالی هر وخت او هر ځای ما ویني، نو حیاء مې وکړه. ٣- پوه شوم چې زما کارونه بل څوک نه را اجراء کوي، نو کوښښ مې وکړ. ٤- پوه شوم چې مرګ حتمي دی، نو ځان مې ورته چمتو کړ. ٥- پوه شوم چې نیکي او بدي له منځه نه ځي او بیرته یې پایله ما ته را ګرځي، نو ګناه او بدي می پریښوده. او دغه پنځه اصله هره ورځ په خپل ذهن کې را تازه کوم. فِکر
*شپږو_6شیانو_سره_خوشحالي_راځي:* *1⃣ قرآن کریم تلاوت کول.* *2⃣پنځه وخته لمــــــــونځ کول.* *3⃣د الله تعالی شکـــــــــــر ادا کول.* *4⃣دغریبانـــــــــــــــو سره کُمک کول.* *5⃣دګناهـــــــــــونو په اړه بښنه غوښتل* *6⃣والدینو او خپلوانـو سره ښه سلوک کول*
په مـــــــوټر کي د استفراغ او سرچرخي ناروغيو رهنمایی او تــــــداوي دي ناروغي ته په انګليسي موشن ناروغي (motion sickness) وايي په عمومي ډول د سوارلي په موټر کي په طياره کي کشتي کی د درياب د سپو په مقابل کي پيداکيږي د ټولني ديرش فيصده خلګ ددي مشکل سره مخ کيږي د انسان د حرکتو کنترولونکی مرکز عصاب دي , عصابو ته د حرکت په ارتباط د دري ځايو څخه په همږغي سره سيګنالونه راځي لکه سترګي غوږونه د وجود بعضي نسجونه دي چي په عادي حرکتو کي په همږغي سره عصابو ته يو رقم سيگنال ورکوي مثال لکه په قدم وهلو کي ... اما کله چي تاسي موټر کي يا طياره کي سپاره شي د سیگنالو تر منځ همږغي نه وي موجود سترګي د حرکت سيگنال ورکوي غوږ د ولاړ سیگنال ورکوي همدغه ګډوډ سیگنالونه د انسان د سرچرخي او استفراق (خواگرځي) سبب وگرځي دا ناروغي مرگوني نده اما انسان ځورونکي ناروغي ده د حل لاره شته د مسافري پر وخت لاندي لارښوونه عملي کړی * د سوارلي په موټر يا طياره کي داسي ځاي کښيني چي تاسي ته د حرکت جهت (طرف) معلوم سي او جهت درسره تعقيب کړي * په موټر کښي کوښښ وکړي د مخ په چوکي کي کښيني چي لاره او جهت په خپل سترگو وويني * په طياره کي د کړکي خواته کښيني تر کړکي د منظري کتلو ته ادامه ورکړي * په طياره کښي کوښښ وکړي د وزر سره په نژدي چوکي کي کښيني ځکه وزر نسبت نورو برخوته ډير حرکت نلري تکان نه درکوي * دسوارلي په موټر کي متوجي اوسي داسي چوکي بايد انتخاب نکړي چي د حرکت جهت يوي خواته وي او ستا مخ بلي خواته وي دواګاني هم لري مؤثري دي بايد د ډاکتر په مشوره استعمال سي چي يو ښه مثال يي د دوا درته ليکم. درملنــــــه: ډيمين هايدرينيټ (dimenhydrinate) چي ډرامامين (dramamine) هم ورته وايي مؤثره دوا ده د پنځوس (50mg) او سل (100mg) ملي ګرامه په اندازه ټابليتونه لري د حامله ښځي لپاره هم استفاده کيداي شی ځکه د بي ویټامین( ګروپ څخه دي ټابلیت که د غذا سره و خوړل سي که بيله غذا مشکل نسته د بالغ انسان لپاره په هر شپږ(4-6) ساعته کي يوه ګولي استعمال کولاي سي په ورځ کي تر دري ځلي اضافه بايد استعمال نشي د ماشومانو لپاره چی عمر يي د 2-6 تر منځ وي نيمه ګولي (25-12,5mg) استفاده کولاشي
*رسول الله ﷺ فرمایی :* *د رمضان (روژې) په مياشت کي څلور کارونه زيات کوئ:* ① د لاإلٰه إلا اللهُ ذكر ڪول ✅ ② أَستَغْفِرُالله ويل ✅ ③ له الله ﷻ څخه جنت غواړئ .✅ ④ له جهنم څخه پناه غواړئ .✅ *(صحيح ابن خُزيمة)* *لوستلو 📖 ، نشرولو او لائیک 👍 ورکولو په هیله .عاجل 500 لائیک بائید پوره شي ، چې بل پوسټ کوم .*
*د لومړی پیشلمی دوعا🤲🏻* *يااللهﷻ ته د هر مومن مسلمان واړه غټ🥹* *پټ او ښڪــاره ټول ګناهونه معاف ڪړی😊* *آمین .*
*شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُر آنُ🌙* *د رحمتونو میاشت مو مبارک شه!🕌*

کله چې یوه ښځه ماشوم زیږوي، نو په دغه وخت کې هغه داسې درد احساسوي لکه د انسان د بدن ۲۰ هډوکي یوځای مات شي. اوس که زموږ په ټولنه کې سړي دا فکر کوي چې هغوی ځواکمن دي او ښځې کمزورې دي، نو هغوی باید لس ځله پدې اړه فکر وکړي. تصور وکړي، چې ایا ستاسو بدن دا توان لري چې د ۲۰ هډوکو د ماتېدو درد وزغمئ؟ که نه، نو باید د ښځو درناوی زده کړئ. ښځې د دې درد زغملو کې له سړیو ډېرې قوي دي، او دا همدا ښځې دي چې تاسو دې نړۍ ته راوړي. نو د هغوی درناوی کول لازمي دی؟

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني له څه باندې یوې میاشتې راهیسې له افغانستان نه بهر دی، چې دا چاره د طالبانو رژیم د داخلي اختلافاتو په اړه اټکلونه زیاتوي. په کابل کې د طالبانو دوه معتبرو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خپلسرو پرېکړو او یکه تازیو ناراضه دی او لا هم په دوبۍ کې دی. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر پر ښځو او نجونو د ملاهبت الله له بندیزونو ناراضه دی او پر امنیتي ځواکونو، ځانګړو قطعاتو، وسلو او نورو تجهیزاتو د اخوندزاده ولکه او کندهار ته انتقال د قدرت د انحصارولو او د نورو د منزوي کولو هڅې ګڼي. ملا هبت الله په دې وروستیو کې پر حقانیانو حلقه تنګه کړې او په یوه تازه اقدام کې یې د حقاني شبکې اړوند ۳۱۳ بدري قول اردو د انتقال پرېکړه کړې، چې تر اوسه ددواړو خواوو ترمنځ پرې ناندرۍ دي. هبت الله اخوندزاده ددې قطعې پخوانی مشر او د سراج الدین حقاني ورور عزیزالدین کندهار ته احضار کړی و او د یادې قطعې له مشرۍ لرې شوی. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې سراج الدین حقاني په متحده عرب اماراتو کې د خپلې کورنۍ له غړو سره اوسیږي. حقاني دوبۍ ته په سفر کې ددغه هېواد له چارواکو سره هم ولیدل او وروسته سعودي عربستان ته د عمرې لپاره لاړه، خو سرچینې وايي، چې هغه د ۲۰۲۴ کال په جون کې له حج څخه راګرځېدلی و او په څو میاشتو کې بېرته عمرې ته تګ ډېر معمول نه دی. دا په داسې حال کې ده، چې تازه ددې ډلې د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر غني هم ددرملنې په هدف قطر ته د یوې میاشتې په مخه په سفر تللی دی. بشپړ خبر: afintl.com/pa/202502175399