اسلام؛ د ژوند قانون
اسلام؛ د ژوند قانون
February 2, 2025 at 02:39 PM
شهـ.ـیـ.ـد معلم اول ګل مـ.ـجا.هـ.ـد له ځوانۍ تر ش.هادته... د ش..هادت د څوارلسم تلین په مناسبت! ------------------ پېژندنه شهـ.ـیـ.ـد معلم اول ګل مـ.ـجا.هـ.ـد په ۱۳۴۱ هـ.ش کال د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ په صواتۍ کلي کې نړۍ ته سترګې غړولې دي. ابتدایي زده کړې یې د صواتیو د کلي په ښوونځي کې ترسره کړي، منځنۍ زده کړې یې د عبدالوکیل په متوسطې کې بشپړې کړې او په ۱۳۵۶ کال کې د ننګرهار په میخانیکي لېسې کې شامل شوی دی، په ۱۳۶۰ کال کې له میخانیکي لېسې څخه په اوله درجه فارغ شوی. دیني زده کړې یې له خپل کاکا سره تر سره کړې دي چې د جلال اباد ښار د څلورم ماموریت تر څنګ په مسجد کې امام ؤ. شهـ.ـیـ.ـد اول ګل په کمکۍ ځوانۍ کې له کلي د زده کړو په طلب ووت، د زده کړو ترڅنګ یې په جـ.ـها.دي فعالیتونو کې هم د ارواښاد مـ.ـو.لوي صاحب یـ.ـونس خـ.ـالـ.ـص (رحمه الله) تر قیادت لاندې فعاله ونډه لرله. د خپل ښه علمیت او استعداد په وسیله یې په جـ.ـها.دي امورو کې ډېر پرمختګ وکړ، جـ.ـها.دي اړیکې یې پراخه شوې نه یوازې دا چې یوازې په ختیځ کې یې فعالیت درلود بلکې د هېواد نورو برخو کې له سترو جـ.ـها.دي رهبرانو لکه ارواښاد مولوي صاحب جـ.ـلال.الـ.ـدین حـ..ـقـ.ـا.ني (رحمه الله) او مرحوم مشر مـ.ـلا صاحب (رحمه الله) سره یې هم په مسلح جهاد کې ونډه لرله، ددې ترڅنګ نه یوازې دا چې د داخلي مجا.هد.ینو استاد بلل کېده بلکې د مها.جرو مجا.هد.ینو لپاره هم لارښود او د ډاډ وړ سړی و، (معلم) یې په همدې باله. په ۱۳۷۱ کال کې د مجا.هد.ینو تر بریا او د ننګرهار له فـ.ـ.تحې وروسته د څلورمې لیوا قومندان وګمارل شو، د داخلي جګړو پر مهال یې د ارواښاد خالص بابا لار ونیوه او برخه یې ونه ګرځېد. د امارت د لومړۍ واکمنۍ پر مهال بېرته د نظام برخه وګرځېد او په پوره هوډ یې خدمت ته مټې رانغاړلې، په مختلفو برخو کې یې د امارت تر سقوط او په ۲۰۰۱ میلادي کې د امریکايي یرغلګرو له لوري تر اسیرېدو پورې ګڼ شمېر ماموریتونه ترسره کړي دي. د وفا او دیانت سمبول د شهـ.ـیـ.ـد معلم اول ګل مـ.ـجا.هـ.ـد په ژوند کې مختلف مراحل تېر شوي، خو وروستیو هغو یې دی ډېر قیمتی کړی او د تاریخ په داسې بابونو کې یې خوندي کړی چې د ټول امت د ویاړ سبب ګڼل کېږي. دغه مرحله د امت د مهاجرو مشرانو سره جـ.ـها.دي اړیکه او د خپل سر په قیمت د هغوی ساتنه او له امریکايي یرغلګرو یې خوندي او نهايي سیمې ته وېستل و. دا داسې وخت و چې د ډېر ښه ایمانونو لرونکو هم امریکايي ډالرو ته ایمانونه لیلام کړل او د امت د د سترو مشرانو نیولو ته یې هڅې کولې، له همدې جملې زیاتو کسانو له شهـ.ـیـ.ـد معلم څخه د مهاجرو مېلمنو د تسلیمۍ مکررې غوښتنې کولې. خوش طبعه او بې ریاء شخصیت شهـ.ـیـ.ـد معلم صاحب ډېر ارام طبيعت درلود. هيجان، وارخطايي، لنډپاري او تنګ نظري يې نه پېژندل. هر وخت هشاش بشاش او له معنوياتو ډک برېښېد. د قوي روحياتو څښتن و. ملګری يې وايي ما ته به يې يوه توصيه کوله، چې بې ضرورته خبره هېڅ وخت مه کوه. ممکن خبره دې مجلس کې بده نه وي، يا به نن بده نه وي، خو بل مجلس کې يا بل وخت ستونزه جوړوي. کوښښ کوه، زړه کې د خبرې ښخولو تمرين وکړې. ملګری يې وايي دې خبرې زه وپوهولم، چې دا سړی ډېر لرې ګوري. وايي یوه بله توصيه يې هم کوله، چې شته شی؛ که فعلا اضافه هم و، مه يې ضايع کوه، خامخا يې د کارېدو وخت راځي. په دې اړه به يې د خپل قومندان شهـ.ـیـ.ـد انجنېر محمود يادونه کوله، چې ما به هر څه په معلوم ځای کې ساتل. هغه به کله ناڅاپه غږ وکړ، چې هغه پلانی شی درسره و، په کار دی، ما به سمدستي ورته حاضر کړ. وايي زما ژوند کې داسې ډېر مثالونه شته، چې د شته شي، د کارېدو وخت ضرور راځي. د څنګ یو نږدې ملګری یې د ښو خویونو په اړه وايي چې: (کله به چې معلم صیب په کومه خبره له مونږ څخه خفه شوو، نو د شپې ناوخته به حجرې ته راووت، نه به یې غوښتل څوک ورڅخه ناراضه واوسي، د مرورۍ د فضاء د ختمولو لپاره به یې یو بیت په خپله ووایه نور به مونږ ورسره بدرګه کاوه. تر دې چې ښه ساعت به مو تیر شو او سره پخلا به شو.) په زندان کې حفظ نظر محمد مطمئن صاحب په خپل کتاب (د ګوانتانامو درې بنديان) کې د حاجي محمد نعيم کوچي له قوله ليکلي: "ځينې داسې بنديان وو چې هلته يې د قران کريم حفظ کاوه، هغوى به د لمانځه وروسته اللهﷻ ته سوال او زارۍ کولې چې تر هغه وخته پورې خلاص نه شي تر څو د قران کريم حفظ بشپړ کړي، او ډير بنديان په ګوانتانامو کې د قران کريم حافظان شول." د همدغه بندیانو په ډله کې شهـ.ـیـ.ـد معلم اول ګل مـ.ـجا.هـ.ـد هم شامل و، هغه د بند په موده کې د الله پاک کلام ته په خپله سینه کې ځای ورکړ. د زندان ملګري يې د معلم صاحب د تلاوت هم ډېره يادونه کوي، چې ډېر زيات تلاوت يې کاوه. هر وخت به قرآن کريم ته ناست و. بله ځانګړنه يې دا وه، ليک به يې په ډېر شوق کاوه. ملګری يې وايي زما به ورته زړه تنګېده، خو معلم صاحب به بيا زما ليکونه هم راته په شوق شوق ليکل. له زندانه اولادونو ته لیکونه شهـ.ـیـ.ـد معلم اول ګل مـ.ـجا.هـ.ـد له افغانستان څخه ګوانتنامو زندان ته تر انتقال وروسته اوږده موده له کورنۍ سره اړیکه نه لرله. کلونه وروسته د سور صلیب نړیوالې کمیټې په وسیله د شهـ.ـیـ.ـد او کورنۍ ترمنځ اړیکه د لیکونو په وسیله پیل شوه، په دغه موده کې شهـ.ـیـ.ـد اول ګل خپلې کشرې لور او زوی ته لاندې لیکونه لیکلي چې ډېر دردونکي دي: (تر سلام کلام او احوال پوښتنې ورورسته) ګرانه ځویه تاسو زما ډیر یادیږئ، ته تقریباً د یوې نیمې میاشتې وړوکی ماشوم وې. چې زما ملاقات ته د مور سره دې راغلی وې. ما یو وړوکی دستمال ستا سر لاندې کېښود کله چې تاسو لاړئ هغه دستمال چې ستا د سر چاپ ورباندې وه، هغه ما نه خرابوه هغه ما ساتلی و. او کله یې چې ته په سطرنجۍ واچولې تا ناڅاپه سترګې وغړولې زه یو څنګ ته ولاړ وم تا ماته کتلې. بیا مې په غیږ کې واخیستې او چپ مې کړې او ستا تحفه مې درکړه. ګرانه ځویه تاسو پوهیږئ له هغو خلکو سره الله ج څه کوي، چې د خلکو بچي د هغو له غیږو واخلي او هغه دستمال چې د معصوم بچي د سر چاپ پکې وي هغه خرابوي. هو اوس ټول خلک پوهیږي. په پای کې زما سلام د کور ټولو غړو ته ورسوئ. (تر سلام کلام او احوال پوښتنې ورورسته) ګرانې لورنې، دا چې ته اول نمره یې زه زیات خوشحاله یم، زما ډیره یادیږې زه هر وخت ستاسو عکسو ته ګورم. ته په عکسونو کې ډیره خپه ولاړه یې او په یو عکس کې حفیظ الله درسره ناست دی هغه ډیر په عاجزۍ او خفګان کې ښکاري او د هغه له څیرې څخه معلومیږي چې هغه خپل بندي پلار پسې خفه دی او ته هم، خو هغه ورځ ان شاءالله نزدې شوې ده چې د خفګان څیرې په خوشحاله څیرو بدلې شي، د هرې سختۍ پسې آساني وي. نور څه نلرم الله ج مو حافظ او ناصر شه.. د شهید وړاندوینه ګوانتنامو زندان کې امریکایي محقیقن له شهـ.ـیـ.ـد اول ګل څخه تحقیقات کوي، په همدې وخت کې یې آواز سره لوړیږي، اول ګل مـ.ـجا.هـ.ـد یرغلګرو ته په خطاب کې وایي: (که ستاسې خیال وي چې تاسې به په افغانستان کې کامیاب شئ نو دا یو خوب او خیال وګڼئ، تاسې به هیڅکله هلته کامیاب نشئ). هو، د شهـ.ـیـ.ـد هوډ او د افغانانو طبعیت او مبارزه هغه ته څرګنده وه، هغه انګېرلې وه چې د الله په نصرت به حق بری مومي او باطل به ماته خوري. د شـ.ـها.دت پېښه، د ځنکندن په مهال د امریکایانو چلند او په ګوانتنامو زندان کې د نورو بندیانو غبرګون! د لیکنې دغه برخه د ګوانتنامو له زندان څخه د یو ازاد شوي بندي (حاجي صاحب ولي محمد) له نقل قول څخه ستاسې درنو حضور ته وړاندې کیږي: د حاجي صاحب له قوله چې شهـ.ـیـ.ـد معلم اول ګل مـ.ـجا.هـ.ـد تر شهادت وړاندې د ګوانتنامو زندان په هغه بلاک کې چې دی بندي وو، د همدې بلاک په دوهم پوړ کې د ورزش یا منډې لپاره د منډې په ماشین د تمرین په حال بوخت وو چې څو شېبې پس له همدې ماشینه بې هوښه په ځمکه ولوید او بې سده پروت وو، د هماغه بلاک ساتونکو د شهـ.ـیـ.ـد معلم صاحب لاسونه او پښې د بې هوښۍ په حالت کې هم ولچک او نوموړی یې لاندې پوړ ته راښکته کړ، څو شېبې پس په هوش راځي، له هغې وروسته شهـ.ـیـ.ـد معلم صاحب خپله غواړي چې تشناب ته لاړ شي ظالم دښمن یې پدې حال هم ولچکونه نه خلاصوي، په تشناب کې تر څه ځنډ تېرولو وروسته د یو لوی څیز د غورځېدلو اواز اورېدل کیږي کله چې ګوري شهـ.ـیـ.ـد معلم صاحب بیا بې هوښه پروت دی، د بلاک ساتونکی معلم صاحب له بلاکه ولچک لاسونه او پښې بې هوښه وباسي او د ګوانتنامو زندان مربوط روغتون ته یې انتقالوي. لدې سره د ټول زندان ټول زندانیان یو شور او غوغا جوړوي چې له معلم صاحب سره څه وشول؟ وحشي دښمن د اسلامي امت د ویاړلو اتلانو د تکبیر له نعرو ویره او ترهه احساسوي، په هر حال له دوه شپو او ورځو وروسته په زندان کې هغه د غم او ویر خبر اورېدل کیږي چې د شهـ.ـیـ.ـد معلم ټولو دوستانو ترې وېره محسوسوله 😢 د بلاک مسؤل د شهـ.ـیـ.ـد معلم د شـ.ـهادت خبر د هغه دوستانو ته اوروي، له همدې خبر سره د شهـ.ـیـ.ـد معلم اول ګل دوستان او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه مظلوم مسلمان بندیان بې اختیاره او احساساتي فریاد، ژړا او د شهـ.ـیـ.ـد معلم په شهـ.ـ.ا.دت غم ښکاره کوي. څو شپې ورځې د ګوانتنامو لوی زندان په ټولو بلاکونو د غم او خفګان، ژړا او فریاد مړه څپه حاکمه وه، زندانیانو خوراک، څښاک نه کاوه، له شهادته څو شپې پس شهـ.ـیـ.ـد معلم د زندان اکثره مظلومانو ته په خوب ورځي، په خوب کې هغوی ته ډاډ ورکوي، چې زه خپل هغه هدف ته ورسېدم د کوم لپاره مې چې ژوند وقف کړی وو، زما ملګرو تاسې نور په ما خفګان مه کوئ زه دلته ډېر راحت او آرام یم. ددې شپې په سبا ټول بندیان یو له بل سره همدا ورته او مشابه خوب شریکوي هماغه وي چې مظلوم زندانیان د خپل شهـ.ـیـ.ـد شوي ملګري په غم وېر کول کموي او هغه ته د دعا لاسونه لپه کوي. د شهـ.ـیـ.ـد د جنازې مراسم د امت دا ویاړلی شهـ.ـیـ.ـد د ۲۰۱۱ میلادي کال د فبروري میاشتې په دوېیمه نېټه د شـ.ـها.دت لوړ مقام ته ورسېد، جسد یې د کورنۍ غړو ته په کابل کې له یوې اونۍ ځنډ وروسته وسپارل شو، جنازه یې د ننګرهار ولایت جلال آباد مولوي صاحب خالص فامیلیو کې ترسره شوه، چې په ډېر شمېر وګړو پکې له داخل او بهر څخه ګډون کړی و. نن د دې ستر انسان د شهـ.ـا.دت څوارلسم تلین دی، دا نېټه داسې مهال را رسېدلې چې په هېواد د خپلواکۍ ټغر خپور دی او د شهـ.ـیـ.ـد معلم اول ګل په څېر د زرګونه نورو شهیدانو وینو رنګ راوړی. خو؛ لا هم هوډ او د تللیو شـ.ـهید.ا.نو د ارمانونو پوره کولو ته زیات مزل پاتې، داسې مزل چې په ترڅ کې یې ګران هېواد کې بشپړ اسلامي‌ نظام حاکم او د نړۍ سیال وګرځي. انا لله وانا الیه راجعون روح یې ښاد، یاد یې تلپاتې ـــــ یادونه: پورته لیکنه کې د لاندې ماخذونو څخه استفاده شوې ده: 1. د شهـ.ـیـ.ـد معلم اول ګل په اړه د دوکتور لطف الله خیرخوا صاحب له مختلفو لیکنو د هغه د شخصیت او ژوند په اړه معلوماټ را اخیستل شوي 2. د نظر محمد مطمئین صاحب له کتاب (د ګوانتنامو درې بندیان) څخه ګټه پورته شوې 3. د شهـ.ـیـ.ـد د زندان او نورو نږدې ملګرو د هغه په اړه معلومات راټول شوي 4. له ځینو ویډیو کلیپونو استفاده شوې
😢 1

Comments