اسلام؛ د ژوند قانون WhatsApp Channel

اسلام؛ د ژوند قانون

59 subscribers

About اسلام؛ د ژوند قانون

*عسکري جګړه مو ګټلي ده! خو فکري جګړه مو بیا پر مخ ده.* *راځی!* *چی فکري جګړې ته په ګډه ماتي ورکړو* *د چینل لینک : 👇👇* https://whatsapp.com/channel/0029VaVeBoJAu3aYOm9XAL3V

Similar Channels

Swipe to see more

Posts

اسلام؛ د ژوند قانون
اسلام؛ د ژوند قانون
6/18/2025, 11:49:27 PM

د مسلمانانو له نننیو کريږو دا تبلیغول چې یوازې اوسپنه زموږ برم اعاده کولی شي او روحاني باور نادیده نیول کېږي، سم فکر نه دی! د بشر له اوږې پرته هر څومره پرمختللې وسله سړه اوسپنه ده او د بشر اوږه تر هغه تر وسلې نه لاندې کېږي چې روحاني ځواک او دروني اطمنان ونه لري، زموږ د امت لومړني پر هغه څه بریالي شول چې پر اساس یې وروستني هم بریالي کېدلی شي، هغه د سرښندنې عالي روحیه او پر مرګ ور زړورتیا وه. اوسنۍ نړۍ کې ټکنالوژي مهمه ده، ډېره مهمه، خو بنیاد نه دی، هغه څه چې د مسلمان ذهن مقابلې ته عیاروي، هغه که د کمپیوټر د تکمې کېکاږل وي، که په کولنګ او بوشکه مبارزه وي، هغه ایماني ځواک دی، له دې ځواک پرته خورا لوړه ټکنالوژي هه ساده وطني تخنیکونو ته تسلیم شوې. د ف... د سرښندونکو د مبارزې جریان د دې ایماني ځواک ژوندی ثبوت دی، مهم ثبات او قاطعیت دی، د حتمي مثبتو پایلو لاسته راوړل، حتمي شرط نه دی! #ناوک

اسلام؛ د ژوند قانون
اسلام؛ د ژوند قانون
6/17/2025, 6:28:54 AM

استاد اسامه جوهري: ما به چې کله نړيوال فکري مبارزين ليدل چې عوامي بحثونه کوي، طنز او مزاح کوي، د خلکو ناسم اعتقادات رد کوي او بيا په ځواب کې ورته خلک بداخلاقه او بد رد کمنټونه کوي. ماته به يې خوند نه راکوو بلکه ويل به مې چې د دې بدو ردو اورديدلو څخه ښه دا وه چې بيخي يې دا ناسم کار نه وی رد کړی، خلکو به ورته بد رد نه ويل. خو د وخت په تيريدو پوهه شوم چې د خلکو نه ځان ساتنې په خاطر محافظه کاري سره مبارزه ډېره محدود کېږي ، بې اثره کوي يې، انسان مجبور دی چې خپله ټولنه پرېږدي او د غرب دوه درې سوه کاله مخکې فلسفې وټکوي، مبارزې سره د خلکو زړه تنګيږي او د خلکو په فکري بدلون ډېر بې اغيزې تماميږي. ذهنيت سازي ورسره نه کېږي بلکه د يو بودا مبلغ په څير يوازې خلکو ته نرم نرم غږيدل وي او که په زرو کې د يو نفر ذهن دا خبره واخيسته ښه ده او کنه يې هغه هم ورسره نه سميږي. په دې نکته پوهه شوم چې فکري مبارزه په عيني شکل کې ، د حال په ژبه، د‌ حال په حالاتو، د موجوده مغالطو رد کولو ، د‌ ژونديو خلکو په غيږه کې د جهالت بوتانو ماتولو باندې کېږي، خلکو سره يوه ذهني رابطه جوړول غواړي، يوې ديرې يا حجرې عمومي مجلس په څير کله طنز کله سخته کله جذباتي او کله نرمه خبره کول غواړي. طبیعي خبره ده چې د چا په ذهن کې بوتان ماتوي نو قهر به هم ورزي، نفرت او کرکه به هم درنه کوي، کنځا او ډېر بد رد به هم وايي. خو کمال دا وي چې ستا خبره لکه د وسوسې په څير د‌ هغه په لاشعور کې محفوظه شي او د وخت په تيريدو يې دا خبره په ذهن کې خپله اغيزه کول شروع کړي، ياد نفر کله مياشت يا هم کله کال پس په دې خبره يو ځل بيا فکر کوي او د ده په ذهن کې پخواني بوتان بې اهميته کيدل شروع شي او همدا بيا د ذهني بدلون پيلامه شي. طنز او مزاح ولې پکې موثر وي؟ هر کله چې يو انسان په يو څيز بغير د کوم دليله باور لري، نو هغې څيز ورته ډېر محترم وي او همدا احترام وي چې د ده په ذهن کې يې ځای نيولی وي. که ته ورته سل ځله دليل سره اوايي چې دا مفکوره دې غلطه ده، ياد شخص ستا د دليل پر ځای هغه خپل ذهني احترام ته ترجيح ورکوي، خو که ته د طنز په ذريعه د ده احترام ماتول شروع کړې نو ياد شخص لپاره هغه څيز طنزونو سره عادي شي او هغه احترام يې په زړه کې کم شي. اکر چې تاته به ډېره کنځا او بد رد اوايي خو د ده د لاشعور نه احترام والوځي، نو ځکه مناسب او مؤدبه طنز مؤثر تماميږي. نو لهذا بنده چې د مبارزې او ليکدود کومه لاره اختيار کړه، کاملاً محاسبه شوې calculated ده او دا هر څه‌ د بنده په ذهن کې دي او د الله په فضل ډېره اغيزمنه ده. زما هيڅ نه خوښيږي چې کنځا واورم يا بې حيثيته کار وکړم يا سپک او بدورد سره خوښ يم، خو دا هر د يو هدف لپاره او الله نه د اجر متمني يم. هميشه الله نه د حق طلب کوم او کوښښ کوم چې خلکو ته ضرر ونه رسوم. کله چې هم ماکې کوم مشکل وي يا خبره ناسمه وي، زه هر ډول انتقاد ته تيار يم. په اخره کې ټولو فکري مبارزينو ته د ورورولي مشوره ورکوم چې یقیناً دا لاره سخته ده خو ډېره زياته اغيزمنه ده ، مړه هغه به لا څنګه مبارزه وي چې مخالف پکې ونه لرې.

❤️ 1
اسلام؛ د ژوند قانون
اسلام؛ د ژوند قانون
6/19/2025, 12:06:12 AM

*د سترې محکمې وياند:* په کابل او سمنګان ولايتونو کي د يوې ښځې په ګډون نهو(۹) کسانو ته د زنا په تور، له کوره د تېښتې، نشه‌يي تابلیتو ذیکپ، تابلیتk، چرسو، شېشې او الکولي مشروباتو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو تعزیري سزاګاني ورکړل سوې.

اسلام؛ د ژوند قانون
اسلام؛ د ژوند قانون
6/18/2025, 11:50:49 PM

*جابر نعماني لیکي* ‏په معاصر وخت کې د اسلامي امت له سترو امتحانونو څخه یو مهم امتحان د یهودو فتنه ده، کومه چې نه یوازې فلسطین اشغال کړی، بلکې د امت د ارزښتونو، قرآن، سنت، او اسلامي حریم پر وړاندې یوه ستره دجالي جګړه پیل شوې ده. دا جګړه یوازې نظامي بُعد نه لري، بلکې فکري، سیاسي، تمدني، عقیدوي، او اخلاقي بُعدونه هم لري. قرآن او احادیث موږ ته نه یوازې د یهودو تاریخي چالاکي، خیانتونه، او جنایتونه افشا کړي، بلکې د اخري زمانې په اړه یې صریح پیغامونه ورکړي دي. مونږ ته ښایې چې قرآن ته رجوع وکړو، په رموزو او اشاراتو یې ځانونه پوی کړو او راته راجع مسؤلیتونه ږپېژنو، دوست او دښمن ترې زدکړو تر څو پرې متوجه خطرات دفع کړای شو.

اسلام؛ د ژوند قانون
اسلام؛ د ژوند قانون
6/16/2025, 6:04:51 AM

دوکتور لطف الله خیرخوا صاحب لیکي: د ايران له پېښې سره زموږ په خواله رسنيو کې بل بحث را پورته شوی. وايي چې اسرائيلو د ايران ملايان ونه وژل، ساينسپوهان يې ووژل. او دا ځکه چې ساينس مهم دی، مګر اسلامي امارت ساينس ته ارزښت نه ورکوي. موږ پوهېږو چې دا يوه مغالطه ده او د دواړو خبرو تر منځ څه اړيکه نه شته، خو بيا هم بايد د ذهنيتونو د ژغورنې لپاره يو څه وويل شي. لومړۍ خبره دا ده چې ساينسپوهان خو پاکستان، ترکيه او شمالي کوريا هم لري، ولې نه وژل کېږي؟ سره له دې چې درې واړه هېوادونه په سختو جګړه‌ييزو معضلو کې ګېر هم دي. د دې خبرې د تکميل لپاره بل سوال هم مهم دی، چې دا څلوېښت کاله چې زموږ ملايان، استادان او عام مسلمانان شهيدانېدل دا ټول ساينسپوهان وو؟ ښه، ولې شيهدان کړل شول؟ اصل ټکی د دښمنۍ دی. څوک چې د استعمار پر ضد وي، څوک چې د غلامۍ پر ضد وي، څوک چې د استقلال او حريت غوښتونکی وي، هغه ته د دښمن په سترګه کتل کېږي او په نښه کېږي. د ايران ساينسپوهان يوازې ساينسپوهان نه وو، بلکې ستر پوځي فکر لرونکي خلک هم وو. دا چې اسرائيلو په نښه کړل، د دښمنۍ له امله يې په نښه کړل، ګڼي د پېښورو خبره ساينسپوهان خو په نړۍ کې بلا شی دي. دا نکته مهمه ده چې ذهن کې وساتل شي. دوهمه موضوع دا ده چې دا پېښه ولې د اسلامي امارت پر ضد تبليغېږي؟ د اسلامي امارت پر مهال چې په علمي پروګرامونو کې کوم پر مختګ راغلی، د نړۍ د انډوخر وخت کې يې چا تصور هم نه شو کولی. يوازې د فوق لېسانس د پروګرامونو خبره نه کوم، بلکې ډېر داسې علمي پروګرامونه وو، چې هغه وخت موږ اصلا نه درلودل، خو موږ ورته شديده اړتيا درلوده. مثلا د بايو ټکنالوژۍ پروګرام، مثلا د پتالوژۍ پروګرام، مثلا د موادو د انجنېرۍ پروګرام، مثلا د مصنوعي ځيرکۍ پروګرام.. داسې لسګونه نور پروګرامونه دي چې اصلا په تېر کې بحث شوي لا نه دي، مګر اسلامي امارت ورته په ټول توان کار وکړ. د لابراتوارونو په برخه کې چې کوم کار روان دی، له دې مخکې يې چا تصور هم نه و کړی. که خبره د ساينس د ارزښت وي، خو دغه دی. د لوړو زده کړو وزارت ته مراجعه وکړئ چې ټول معلومات درکړي. د جونو موضوع يادول دلته اصلا مطرح نه دي. نه د جونو په مکاتبو د ساينس ارزښت ثابتېدای شي. دا جلا موضوع ده، په خپل سياق کې دې بحث شي. پاتې شوه د علم موضوع؛ نو علم علم دی، توپير يې په کار نه دی، خو چې د علم لپاره وشي. که ماموريتونو ته ځان باسواده کېږي، دا بيا هېڅ برخه کې علم نه دی، نه شرعي او نه عصري. ټوله باسوادي ده، باسواده او عالم فرق لري. له عثماني خلافته را وروسته تر ټولو ستره صدمه د شريعت عالمانو ته رسېدلې. شهيدان کړل شول، ژوندي د خاورو لاندې کړل شول، په ژوندون تر نوکونه او ويښته وويستل شول، د مرګ د هر ډول صورت تجربه پرې وشوه. دا په ټوله نړۍ کې وشول، علت يې څه دی؟ له دښمن سره لوری معلومول.. نړۍ له تکړه خلکو ډکه ده، خو د هويت د ساتنې طمع له هر چا نه کېږي، نه يې دښمن د توجه وړ ګڼي. مننه

اسلام؛ د ژوند قانون
اسلام؛ د ژوند قانون
6/17/2025, 3:44:35 AM

نړۍ ځنګل ګرځېدلې، زورور پکې کمزوري تر ستوني تېروي، پخپله اصول ټاکي پخپله یې بدلوي، انسان د پرمختګ د اوج دعوه کړې، خو د شاتګ ذلت یې سړی حیرانوي، چې پېړۍ وروسته به راتلونکي نسلونه د نړۍ د دې حیوانیت مسؤلیت چاته راجع کوي؟ ځان تیارول پکار دي او داسې تیارېدل چې انسان خپل شرافت ته را وګرځي د نړۍ اقتدار انسانان په لاس کې واخلي او حیوانان خپلو اخورونو ته وشړل شي! #ناوک

اسلام؛ د ژوند قانون
اسلام؛ د ژوند قانون
6/14/2025, 3:09:30 PM

ځينو خلکو دا تبصره وکړه چې د ايران سترو اشخاصو وژل کيدو ستر سبب دا دی چې د هغوی حکومت مشروع نه دی، خلک ورسره ولاړ نه دي . دا خبره ځکه ناسمه ده چې د ملايانو مخالفين هم کوم مشروع حکومت نه غواړي، بلکه هغوی د پهلوي حکومت غواړي، د ايراني انقلاب نه مخکې د پهلوي خاندان ۵۴ کاله حکومت کړی وو، چې هيواد يې د سترو ناخواليو تر څنګ مکمل د غرب په غيږه کې ورکړې وو، پهلويان نه په مشروع طريقه راغلي وو او نه يې کوم انتخابات کړي وو . خو چونکه رضا شاه پهلوي انتهای ستر او متشدد ملحد دی او په ايران کې هم د غربي افکارو متشدد شکلونه موجود دي لکه راديکال فيمينزم، راديکال الحاد ، راديکال مارکسيزم او او ..... نو ځکه پلويان هم د کلک او متشدد الحادي پاچا او حکومت پرته بل څه نغواړي، او کنه يې د ايران آخوندانو خو دوی ته د هرې مردارئ اجازه هم ورکړې ده ، هر ډول کتابونه هم چاپ کېږي او چندان مذهبي فيصلې هم نه کوي خو دغه مخالف عوام يې بيا هم د آزادي او زندګي نعرې پورته کوي . ځينې وخت دوی د خوسکي پسې ټيلر وتړي او ټول حکومت يوازې په دې چپه کول غواړي چې دا خو د آزادي خلاف دی او وګوره مهسا اميني يې مړه کړه باید حکومت ختم شي . آن تر دې چې وس يې هيواد په سخت حالت کې دی او دوی ورته چکچک وهي، يعنې دوی کې هغه وطني حِس هم دومره نشته چې د حکومت سره مخالف ياست وطن سره خو نه يې نو بيا ولې د وطن په سپکاوي او تباهي خوښ ياست ؟ د‌ دې اصل لامل دا دی چې د غرب زده ګي ( westoxification) د انسان نه د ايمان تر څنګ وطني احساس هم اخلي او انسان مکمل بېګانه کوي، بيا انسان آبرو او ننګ نه پيژني چې اګر که حکومت بل دی خو وطن خو خپل دی ولې پرې د بل چا ګزار وزغمل شي ؟ سر سيد احمد خان د غرب نه ډېر متاثره وو، هغه به ويل چې دا د الله لوی فضل دی چې برطانيه هندوستان ته راغله، يعنې هغه استعمار چې ټول تاريخ کې مردود بلل کېږي بيا هم يو فضل ورته ويل کيږي . استاد اسامه جوهري

اسلام؛ د ژوند قانون
اسلام؛ د ژوند قانون
5/14/2025, 2:22:46 AM

اسلامپال مبارزینو ته ښایې چې د کفر په صف کې ولاړو د حزب التحرېر د خناسانو پوچ او بې مفهومه تبلیغات رد کړي، خبره یې په حلق کې ور وچه کړي، او له دې پاک نظام څخه په جرأت دفاع وکړي. دا نظام ستاسو د شهیدو وروڼو او په دې لار کې ستاسو د جهاد او قربانۍ ثمره ده، مه پرېږدئ څو د خیال پلو دجالان او د کوڅو لیوني یې درڅخه بدنام کړي. د الله په لاره کې مو صفونه منظم کړئ یو ځل بیا ثابته کړئ چې د اسلامي امارت مباریزین د غیرت په ورځ پیدا دي. جابر نعماني

اسلام؛ د ژوند قانون
اسلام؛ د ژوند قانون
5/14/2025, 3:42:26 PM

د أقصی لاروی! لیکوال: قاري عبدالستار سعید ځوان په مشکي آس سپور و، دتور پاج شمله یې تر اوربوز وهلې وه، سپين توغ یې د اوږې له پاسه رپېده، د غشو مات سرونه یې په زغره کې نښتي وو، له پړکېدونکې تورې یې د وینو سره څاڅکي څڅېدل. ځوان د تودې معرکې له ډګره بريمن راوتی و، د امت د عزت او پرتم د لارې یو سخت پيچومی یې په شل کلنو قربانیو فتحه کړی و. خو لا یې د خونړۍ معرکې ستړیا نه وه ختلې چې د لارې پر سر له یوه ماشوم سره مخامخ شو. دا کس له عمره نه بلکې له فکره ماشوم و، عمر یې تر اویاوو اوښت، مګر د ماشوم غوندې يې په لښته پښه اړولې او د خپل تخيلي قوت په زور يې د یرغه آس غوندې ځغلوله. په خپل ذهن کې یې ځان یو تکړه سپور او دوهم صلاح الدين فرض کړی و چې اقصی به فتحه کوي، خو له اویا کلو راهيسې له خپلې لښتې او قوي تخيل سره ځای پر ځای ولاړ و. ماشوم په ستومانه سپاره غږ وکړ: اې اې! دلته ګوره، لږ ماته غوږ ونیسه. د سپاره له بې خوبۍ خونریزې سترګې وځلېدې، ماشوم ته یې وروکتل خو آس يې ونه دراوه. ــ وايه ! څه دې ویل؟ ــ ته خو یو ځل لږ تم شوه، آس دې لږ ودروه! ــ خبره دې کوه. آس نه دروم، که يې ودروم، بيا نوزما د آس او ستا د لښتې څه فرق شو. ــ ښه نو دا راته ووایه،چېرې روان يې؟ ــ اقصی ته روان یم. ــ ښه ښه، زه هم د اقصی غازي یم، نو دا یوه مشوره خو مې ومنه. ــ وايه! څه مشوره ده؟ ــ یاره هسې دې ځان په تکليف کړی دی، دا آس، دا توره، دا درنې زغرې. وګوره ته څومره ستومانه او زه څومره آسوده یم. سره له دې چې ستا د مزل دېرش کاله او زما د مزل اویا کاله وتلي. راځه داسې وکړه، زما غوندې لښته پيدا کړه، پښه ورباندې واړوه او نور ټول کار له تخيلي قوت نه واخله. آس خو خوراک، مصرف او بالاخره مرګ لري. اما یوه لښته اویا کاله هم کفایت کوي. چې څومره وچیږي همدومره کلکيږي. آس خو کله وښوييږي، کله تيندک وخوري او نورې ډېرې ستړې ورسره تړلي دي. اما لښته هيڅ جانبي عوارض نه لري. موږ یې دا اويا کاله ځغلوو، تر اوسه مو پزه هم نه ده وينې شوې. بله دا چې یوازې لښته هم کفايت نه کوي. بلکې د اقصی د ګټلو شعار او غږ به هم پورته کوې. ګټه به یې دا وي چې هم د اقصي غازي بلل کيږې او هم به صحيح سلامت پر کور ناست یې. ځوان چې د دې کس وضعيت ته وکتل، خپل درې کلن زوی ور په یاد شو، چې د جهاد له شوقه یې کله په لښته او کله په بالښت پښه اړولې وي او د یرغه آس په شان يې ځغلوي. نور یې هيڅ ځواب ورنکړ او آس یې پونده کړ.

❤️ 1
اسلام؛ د ژوند قانون
اسلام؛ د ژوند قانون
5/14/2025, 2:22:14 AM

حزب التحریر چې د تهداب هره خښته یې له شر او فتنې جوړه ده دجل کوي، خناسان دي وسوسې ایحادوي. دې فتنګري ډلي نه جهاد کړی، نه باور پرې لري، نه شهیدان لري، نه یې وعدې رښتیا کړي، نه نظام لري، نه حاکمیت، نه رعایا لري، نه تجربه، نه مسؤلیت ورته راجع دی او نه ادب لري. دوی امت د خلافت د اعادې په وعدو له قتال او جهاد منصرف کړی، د دې فتنګرو په فکرونو کې له اسلامي نظام سره دښمني ريښي کړي دي، دوی په شعوري توګه بوخت دي د یهودیانو مذموم اهداف تحقق کړي. دوی د یوه داسې شرعي نظام پر وړاندې د شیطانانو صفونه دي چې د دې نظام څخه پرې اطاعت واجب دی، او یواځینی بشپړ شرعي نظام دی. دوی په ډېر خباثت پر اسلامي امارت باندې د نقد جسارت کوي چې د امت په قضایاوو له هر چا ښه پوهیږي، د دې اسلامي خاوري د ازادی لپاره یې زرګونه سرونه نذرانه کړه، تر څو دا امت ازاد وي، خاوره یې پخپل اختیار کې وي. وضاحت ته اړتیا نشته، اسلامي امارت د دې خاورې د امت په اړتیاوو بهتر پوهیږي، او د خپلو کانونو څخه په استفادې هم ښه پوهیږي، فساد ختم دی، علیاء مصالح په احسن ډول درک دي او په پوره جرأت او صداقت یې تطبیقوي.

Link copied to clipboard!