
اسلام؛ د ژوند قانون
February 8, 2025 at 12:36 PM
*انقلابونو او جهادونو افغانستان ته څه گټه رسولې ده؟*
*آیا «دین په خطر کې دی» سیاسي/ابزاري وسیله ده که ځمکنی واقعیت؟*
*د هېواد د بدبختۍ اصلي عاملین څوک دي؟*
*دا جګړه په څه شي وه؟*
پېژندل شوی لیکوال عبدالغفار فراهي، په خپل کتاب کې د افغانستان د بدبختیو د پيل اړوند بحث کې لیکي:
« د ۱۹۵۹ز کال د آګسټ په ۳۱مه نېټه د محمد داود خان د صدارت پرمهال اعلان وشو چې د ښځو مخونه باید لوڅ شي. د دغه اجتماعي نهضت پر وړاندې په کندهار کې قیام وشو چې حکومت یې بېرته د زور له لارې مخه ونیوله.
دغه راز د دموکراسۍ په دوره کې په ۱۹۶۸ز کال کې د (اصلاح ورځپاڼې) په یوه ګڼه کې د (مرد نه زنه) تر سرلیک لاندې یو کاریکاتور خپور شو چې ډېرو افغانانو د کاریکاتور هدف رسول صلی الله علیه وسلم وباله. همدا شان په (پرچم) جریدې کې پر لینین درود ویل شوی و،
چې بلاخره د افغانستان د علماء کرامو د صبر کاسه لبریزه شوه او له ټول هېواد څخه مشهور او جید علماء د درې څلوېښت (۴۳) ورځو لپاره د پلازمېنې کابل په مرکزي جومات پل خشتي کې سره راټول شول او په هېواد کې یې د حکومت د نشراتي پالیسۍ او چپي افکارو پر ضد خطابې ورکولې.
د افغانستان په دولتي حلقو کې د دیني علماوو دغه عمل د امان الله خان له وخت سره مشابه وګڼل شو. دوی د علماوو دغه حرکت یو ارتجاعي عمل وګاڼه او د بهرنیو هېوادونو د لمسون تور یې پرې ولګاوه. د وخت حکومت د علماوو غوښتنې و نه منلې؛ بلکې د دوی پر ضد یې له ډېر شدت څخه کار واخیست.
د شپې له طرفه یې ټول علماء په زور سره له مسجد څخه و ایستل او په نظامي لاریو(غټو موټرونو) کې یې واچول، بیا یې خپلو مربوطه ولایتونو ته یوړل. له ټولو څخه یې په زور سره داسې تعهد نامه واخیسته چې وروسته تر دې به دوی په داسې اجتماعاتو کې ګډون نه کوي.
د دیني علماوو پر وړاندې د حکومت له دغه عمل څخه چپي احزابو سخته ګټه واخیسته او د هېواد په پوهنتونونو او لېسو کې یې نفوذیان او پلویان لا زیات شول. دوی اردو(پوځ) ته ننوتل. وروسته بیا خلق او پرچم په ۱۹۷۸ز کې د همدغه پوځ په مرسته کودتا وکړه چې په نتیجه کې یې افغانان یو له بل سره په جنګ اخته شول او زموږ هېواد له لویې تباهۍ سره مخ شو.»
منبع:
(افغانستان د دیموکراسۍ او جمهوریت په کلونو کې، عبدالغفار فراهي، خپرندوی: دانش کتابتون.
لنډه تبصره:ټول حمد او ثناء خاص هغه لوی او قادر الله لره دي چې د دموکراسۍ، کمونیزم، خلق، پرچم او الحاد راج یې ختم او واک یې د خپل نازولي رسول [صلی الله علیه وسلم] وارثانو ته ورکړ. د اشغال، شوروي او استعمار بچیان تل د حق کاروان پر سرلارو او محراب او منبر پر اتلانو لګېږي، چې ګواکې افغانستان کې د بدبختۍ عاملین همدا ملایان/علماء دي. تاریخ د چا لحاظ نه کوي. یوه پېړۍ مخکې اروپايي نسخې افغانستان ته راوړل شوې او دلته د دیني او کلتوري ارزښتونو پر وړاندې خپلسري اقدامات پیل شول. نتیجه یې ور نه کړه. بیا د دموکراسۍ کلونه راغلل چې احزاب په کې فعال شول
او دین بیا په کې څنگ او حاشیې ته یوړل شو. همدا وه چې حکومتونو یې بیه پرې کړه. په ۲۰۰۱ز کې د ناټو په مشرۍ نیمايي نړۍ پر افغانستان هجوم راووړ چې مړژواندې دموکراسۍ بیا دلته ژوندۍ او حاکمه کړي او د دې هدف لپاره یې د علماوو، مساجدو، مدارسو، دین او شریعت دښمنۍ ته ملا وتړله؛
خو د دین پتنگانو، فدایانو او اتلانو داسې د عبرت درس ورکړ او دموکراسي یې ورته داسې ماته، ذلیله او شرمنده کړه چې بیا به که خدای کول تر یوې پېړۍ پورې هم سر راپورته نه کړي. حق دې تل بریالی او باطل دې مردود، منفور او ناکام وي. خبره روښانه ده چې د بدیختیو عاملین څوک وو.
ابن مبارک احمدزی