اسلام؛ د ژوند قانون
اسلام؛ د ژوند قانون
February 8, 2025 at 01:42 PM
دا نظام موږ ته تر خپل ځان، مور او پلار، اولاد او هرڅه محبوب او مهم دی. موږ دې نه یو؛ خو دا نظام دې همداسې برقرار وي. د اسلام او رسول الله صلی الله علیه وسلم بیرغ چې د اسلامي نظام د هویت، عظمت، رعب او نفاذ سمبول دی په هېڅ صورت نه پرېږدو چې ټیټ شي یا وغورځېږي. ‏دغه بیرغ زموږ تر وینو ډېر قیمتي دی. درې دېرش کلن صحابي جعفر طیار رضي الله عنه، د موته غزا کې د رسول الله ﷺ بیرغ په لاس کې نیولی و. ښي لاس یې پرې شو، بیا په چپ لاس ونیو، چپ لاس یې هم غوڅ شو بیا یې په ولیو او سینه باندې ونیو تر دې چې شهید شو.[1] ‏په دې ټوله مرحله کې نوموړي ته تر خپل ځان او خپلو لاسونو او وینو دغه د اسلام د بیرغ نیول او غورځېدو ته نه پرېښودل مهم وو. موږ هم د صحابه وو رضي الله عنهم په لاره روان یو. سرونه بایلو؛ خو دغه اسلامي ارزښتونه او شعائر غورځېدو، ټيټېدو او مغلوبېدو ته نه پرېږدو. ‏الله دې داسې ورځ په موږ نه ویني چې موږ ژوندي یو؛ خو دا نظام دې نه وي. ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ [1] زادالمعاد، لومړی ټوک، ۴۱۵ مخ لیکنه: ابن مبارک احمدزی
Image from اسلام؛ د ژوند قانون: دا نظام موږ ته تر خپل ځان، مور او پلار، اولاد او هرڅه محبوب او مهم دی....

Comments