اسلام؛ د ژوند قانون
اسلام؛ د ژوند قانون
February 8, 2025 at 05:02 PM
‏ *افغانستان او سوريه* کله مو هم د سوريې د ولسمشر او نویو واکمنو بدخواهي نه ده غوښتې. الله تعالی مو دې وساتي. د دوی دا کارنامه به د امت تاریخ یاده ساتي چې شپېته کلن خورا ظالم او بې رحمه طاغوت يې رانسکور کړ او ( ارض الانبیاء) ته یې نجات ورکړ. خو یوه یادونه ضروري ده. سوریه یا د سوريې اوسني واکمن هیڅکله له افغانستان او افغان واکمنو سره په ترازو مه ږدئ. د سوريې او افغانستان د ځمکې او آسمان فرق دی. تاسو يې له دې در قیاس کړئ چې زموږ یوه پرديپال او غرب راوړي واکمن حامد کرزي تر پایه جرأت ونکړای شو چې خپله ښځه میدان ته راوباسي او یا يې تر لاس نیولې په خارجي سفرونو ورسره وګرځوي. مګر د سوريې د اس, لامي نهضت لومړي شخص د خپلې واکمنۍ په لومړنۍ اونۍ کې همدا ننداره دنیا ته وړاندې کوي. له دې څخه د سوريې او افغانستان تر منځ د بعد المشرقین توپير ښه درک کولای شئ. بناء: د سوريې واکمنو ته به دعاګانې کوو، د ښو کارونو او پرمختګونو جزیات به یې په افتخار نشروو. خو له دې پرتلې به ځان ګورو، چې د هغوی د ځينو اقداماتو له یادولو مو غرض د خپلو واکمنو په غوږ وهل او یا دا تفهيمول وي،چې خدای مکړه د نیکټايي پر ځای له پګړۍ سره خارجي سفرونه یې له سیاست ناخبري ده. موږ که د ش@يد مرسي یا اردوغان ملاتړ کړی، په دې اساس چې همالته په مصر او ترکيه کې تر دوی بل ښه مسلمان په نظر نه دی راغلی. په دې عنوان نه، چې بس همدوی د یوې اسلامي ایډیال رهبرۍ مثالونه دي او موږ خدای نخواسته په غلطه روان یو. موږ، موږ یو چې تر اوسه الله تعالی د استعمار له تاثیراتو غوندي او سوچه ساتلي یو. *ق. عبدالستار سعيد:*

Comments