اسلام؛ د ژوند قانون
February 14, 2025 at 02:28 PM
شپږویشتم ددلوې یو ستر یرغلګر دلته مات او کوزې سترګې زمونږ له خاورې ووت خو تر هغو وروسته حاکمان ولس ته مات شول. د یوه قوي نظام پرځای قوي چور ته اړم شوه، د ولس د خوندیتوب لپاره د پوستو جوړولو پرځای یې د ولس د ځورولو لپاره په پاټکونو لاس پورې کړ.
هیلې ورو ـ ورو په ناهیلۍ بدلې شوې او پروفیسران او انجینران د ولس جوړولو پرځای د ولس پر نړولو لګیا شول، هغه مېړنی ولس چې د یوه خونړي یرغلګر داړې یې ورماتې کړې وې، پاټک په پاټک تذلیل شوه، ورټل شوه، تالا شوه او ان د عفت ساتنې په پار، پیغلوټو له لوړ پوړو ودانیو ځانونه وغورځول.
هېواد وشړېدو، د هر چا خپله پاچاهي شوه، مرکزي حکومت فقط نوم پاتې شو او د واک تر وېش را وروسته د هېواد پر وېش خبرې شروع شوې. که هغه مهال طالبان نه وای راغلي دا هېواد به اوس بېلابېلې جزېزې وای او افغانستان به پر څو ستانونو بدل وای.
عبدالسلام وزیروال