
غزني تخنيکي« پوهنتون» تخنیکی غزنی - Ghazni Technical University
February 1, 2025 at 05:54 AM
لوړو زده کړو وزارت تېره ورځ
١٤٠٣ هـ ش، د سلواغې ١١ مه پنجشنبه
کابل پوهنتون
د کابل پوهنتون دعوت او ارشاد امریت له لوري د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې پیلېدو، پرانیستې غونډه ترسره شوه.
کابل طبي علومو پوهنتون
د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون ته د څه باندې ۴ سوه زره افغانیو په ارزښت ۸ کمپیوټرونه او يو لوی سکرین ورکړل شول.
*
د کابل طبي پوهنتون نویو مقررو شویو اداري کار کوونکو ته «د مدیریت بنسټونه او د اسنادو مدیریت» تر عنوان لاندې شپږ ورځنی جوړ شوی ورکشاپ د تصدیق پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېد.
پکتیا پوهنتون
د پکتیا پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د نهه ګونو پوهنځیو استادانو ته د جهاد فضایل او مسائل یې تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي سمینار دائر شو.
بلخ پوهنتون
د بلخ پوهنتون طب او ښوونې او روزنې پوهنځيو استادانو ته اصلاحي سمینار دائر شو.
هرات پوهنتون
د هرات پوهنتون او عروج تحقیقاتي او نشراتي ادارې تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
ننګرهار پوهنتون
د ننګرهار پوهنتون او امام قتیبه (رحمه الله) د روغتیايي علومو انستیتیوت تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.