
غزني تخنيکي« پوهنتون» تخنیکی غزنی - Ghazni Technical University
304 subscribers
About غزني تخنيکي« پوهنتون» تخنیکی غزنی - Ghazni Technical University
د غزني تخنیکي پوهنتون واټساپ نشراتي چینل چینل نشراتی واتساپ پوهنتون تخنیکی غزنی Ghazni Technical University Publications WhatsApp Channel
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هېواد شمال زون ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د کندز پوهنتون محصلینو سره د ناستې تر څنګ، د یاد پوهنتون په علمي شورا کې ګډون وکړ د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کندز پوهنتون په تالار کې جوړې شوې ناستې ته، چې د دغه پوهنتون رهبري پلاوي، د پوهنځیو رییسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو ګډون کړی و، ځينې مهمې سپارښتنې وکړې او ویې ویل چې محصلین باید د علم تر څنګ، د دین، اخلاقو او عقیدې له پلوه هم وروزل شي، له قومي، ژبنیو او سمتي تعصباتو څخه په کلکه ډډه وکړي. محترم شیخ صاحب د دیني او عصري زده کړو پر زده کولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې یو مسلمان باید د خپل دین تر څنګ په عصري زده کړو هم سمبال وي. د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل: «زه غواړم ستاسو پوښتنې له نږدې واورم. تاسو زموږ امید یاست، په زده کړو کې غفلت مه کوئ. علم تر لاسه کړئ او د حق لاره تعقیب کړئ.» همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کندز پوهنتون په علمي شورا کې ګډون وکړ او په یاده شورا کې یې د کندز پوهنتون مسوولینو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ. نېټه: پنجشنبه ۱۴۴۶ هـ.ق د ذوالقعدې ۲۴ مه ۱۴۰۴ هـ.ش د غبرګولي لومړۍ ۲۰۲۵ م د می ۲۲ مه


۶۰ نهاد تحصیلی امارتی و خصوصی که پلان های پنج ساله ستراتیژیک شان را ترتیب و نهایی نموده بودند تقدیر گردیدند ۱۷ نهاد تحصیلی امارتی و ۴۳ نهاد تحصیلی خصوصی که پلان های پنج ساله ستراتیژیک شان را مطابق رهنمود ریاست پلان، پالیسی و تقنین وزارت تحصیلات عالی ترتیب و نهایی نموده بودند طی محفلی از سوی وزرات تحصیلات عالی مورد تقدیر قرار گرفتند. محفلی که به همین منظور در تالار عمومی جلسات وزارت تحصیلات عالی دایر شده بود، محترم شیخ ضیاء الرحمن الاریوبی معین علمی وزارت تحصیلات عالی پیرامون ارزش وقت و اهمیت پلان در زندگی صحبت نموده بیان داشت که، بدون پلان و برنامه ریزی پیشرفت و انکشاف ممکن نیست، موصوف همچنان وقت را گرانبها ترین عنصر در زندگی عنوان نموده خطاب به حاضرین گفت که از وقت دست داشته تان در راه پیشرفت و انکشاف نظام تحصیلی کشور به گونه اعظمی استفاده نمایید. سپس شماری از رییسان ادارات مرکزی وزارت، رییسان و نمایندگان نهاد های تحصیلی امارتی و خصوصی روی موضوعات مختلف مرتبط به پلان صحبت نموده و محفل با توزیع تقدیر نامه ها و خوانش دعایه پایان یافت. مورخ: چهارشنبه ۲۳ ذوالقعده ۱۴۴۶ هـ.ق ۳۱ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش ۲۱ می ۲۰۲۵ م *** ۶۰ امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونه، چې خپل پنځه کلن ستراتیژیک پلانونه یې ترتیب او نهایي کړي وو، وستایل شول د لوړو زده کړو وزارت له لوري ۱۷ امارتي او ۴۳ خصوصي تحصیلي نهادونه، چې د دغه وزارت پلان، پالیسۍ او تقنین ریاست لارښوود سره سم یې خپل پنځه کلن ستراتیژیک پلانونه ترتیب او نهایي کړي وو، وستایل شول. د لوړو زده کړو وزارت د ناستو په عمومي تالار کې په همدې مناسبت جوړې شوې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین محترم شیخ ضیاء الرحمن الاریوبي په ژوند کې د پلان او وخت پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې له پلان او برنامې پرته پراختیا او پرمختګ ناممکن دی. نوموړي وخت د ژوند تر ټولو قیمتي عنصر وباله او ګډونوالو ته یې وویل چې له خپل وخت څخه د هېواد د تحصیلي نظام په پرمختګ کې اعظمي ګټه واخلي. وروسته د مرکزي ادارو رییسانو او د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو استازو د پلان اړوند مختلفو اړخونو باندې خبرې وکړې او ناسته د ستاینلیکونو په ورکولو او دعائیې سره پای ته ورسېده. نېټه: چهارشنبه ۱۴۴۶ هـ.ق د ذوالقعدې ۲۳ مه ۱۴۰۴ هـ.ش د غویي ۳۱ مه ۲۰۲۵ م د می ۲۱ مه


د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په بدخشان پوهنتون کې یوې سترې غونډې ته وینا وکړه په یاده غونډه کې د بدخشان ولایت والي او امنیه قوماندان، د جهادي مدرسې شیوخ کرامو، د ولایتي ادارو یو شمېر رییسانو، د بدخشان پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو، محصلینو او د یاد ولایت سپین ږیرو ګډون کړی و. د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، په یاده غونډه کې، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په ځانګړې پاملرنه د (۲۶۰) میلیونه افغانیو په ارزښت، په بدخشان پوهنتون کې د طب پوهنځي لپاره د تدریسي او اداري بلاک او تدریسي روغتون د پروژو افتتاح په مناسبت جوړه شوې وه، وینا وکړه. د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له لطف څخه مننه وکړه، چې د یادو پروژو لپاره یې بودیجه ځانګړې کړه او ویې ویل: «ډېر د خوشحالۍ ځای دی چې د ا.ا.ا تر چتر لاندې، په بدخشان پوهنتون کې د یوه داسې پرمختګ او لاسته راوړنې شاهدان یو.» دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د خپلو خبرو پر مهال د هېواد په شمال زون کې روانو پروژو ته په اشارې سره وویل، چې د ا.ا.ا د بدخشان ولایت ستونزو ته په کتو، چې د هېواد له لرې پرتو ولایتونو څخه دی او سختې لارې لري، د هېواد او په ځانګړي ډول بدخشان ولایت روغتیایي سکټور لپاره د مسلکي ډاکټرانو وړاندې کولو په موخه، د بدخشان پوهنتون په چوکاټ کې د طب پوهنځی ایجاد کړ. همدارنګه په یاده غونډه کې د ولایت محلي مسوولینو او بدخشان پوهنتون رهبري پلاوي د یاد ولایت پر روغتیایي سکټور باندې د طب پوهنځي اداري او تدریسي بلاک او تدریسي روغتون جوړولو پر اغېزو خبرې وکړې او د ا.ا.ا مشرانو او لوړو زده کړو وزارت له ځانګړې پاملرنې یې مننه وکړه. نېټه: چهارشنبه ۱۴۴۶ هـ.ق د ذوالقعدې ۲۳ مه ۱۴۰۴ هـ.ش د غویي ۳۱ مه ۲۰۲۵ م د می ۲۱ مه.


د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په بدخشان پوهنتون کې د ٢٦٠ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه سترې پروژې پرانیستې!
