غزني تخنيکي« پوهنتون» تخنیکی غزنی - Ghazni Technical University
غزني تخنيکي« پوهنتون» تخنیکی غزنی - Ghazni Technical University
February 1, 2025 at 07:13 PM
لوړو زده کړو وزارت نن ورځ ۱۴۰۳ هـ.ش کال د سلواغې ۱۳ لوړ زده کړو وزارت د هېواد تحصیلي بنستونو د ادبیاتو ماستري او دوکتورا برنامو او انجنیري برنامې لیسانس تحصیلي نصاب دریم پړاو کلستر پیل شو؛ فراه لوړو زده کړو مؤسسه د کندهار او هلمند پوهنتونونو استادانو له خوا، فراه لوړو زده کړو موسسې استادانو ته د پایلو پر بنسټ د ښوونې او روزنې او محصل محوري زده کړو لس ورځنی پیل شوی ورکشاپ، نن په بریالیتوب سره پای ته ورسیده؛ بلخ پوهنتون بلخ پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د قرآن کریم ترجمه او تفیسر سلسله پیل شوه چې د روژې مبارکې میاشتې تر 25 مې نیټې پورې به دوام وکړي؛ پکتیا پوهنتون پکتیا پوهنتون او پکتیا کې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست ترمنځ د همکاریو ګډ هوکړه لیک لاسلیک شو. د دغه ګډ هوکړه لیک له مخې به دواړه لوري یو بل سره د ظرفیت لوړونې په موخه د ورکشاپونو او سمینارونو په دائرولو کې همکاري او مرسته کوي. غزني پوهنتون د غزني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استادانو او کارکوونکو ته د یاد پوهنځي تائید شوی ستراتیژیک پلان د پېژندنې او لا ښه پوهاوي په موخه علمي او معلوماني سیمینار وړاندې شو. ‍ فاریاب پوهنتون فاریاب پوهنتون اړوند د استادانو مسلکي پراختیا مرکز کې د اداري کارکوونکو په ګډون د اسلام له نظره د ځان وژنې حکم تر سرلیک لاندې سیمینار وړاندې شو. افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې د "علمي مقالې لیکنې مېتود" تر سرلیک لاندې کادري استادانو ته یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو. هرات پوهنتون د هرات پوهنتون د اداره او عامه پالیسي پوهنځي اړوند مرکزي کتابتون او سالون پرانیستل شو.

Comments