
غزني تخنيکي« پوهنتون» تخنیکی غزنی - Ghazni Technical University
February 4, 2025 at 05:07 PM
لوړو زده کړو وزارت نن ورځ
سه شنبه ۱۶ دلو ۱۴۰۳ هـ.ش
ننګرهار پوهنتون
د ننګرهار پوهنتون د فوق لیسانس برنامو بورد د دې پوهنتون د علمي چارو مرستیال په مشرۍ غونډه وکړه. په غونډه کې د یادو برنامو د علمي، تدریسي او اداري چارو پر وخت ترسراوي، پرمختګ او موجوده ستونزو حل اړوند خبرې او بحثونه وشول.
• د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د پلان او پالیسۍ کمېټې له خوا د یاد پوهنځي مسؤلینو، څانګو آمرینو او کمېټو مشرانو ته د ستراتېژیک پلان جوړونې یو ورځنی سيمینار دایر شو.
پکتیا پوهنتون
پکتیا پوهنتون کې د دې پوهنتون، وردګ او پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسو (۱۲) خالي کادري بستونو ته له (۸۱) تنه نوماندانو څخه د لوړو زده کړو وزارت هیئت په شتون کې تخصصي ازموینه واخیستل شوه.
سرپل د لوړو زده کړو مؤسسه
د سرپل د لوړو زده کړو مؤسسې کې د ابادۍ او سرسبزۍ چارې روانې دي. په يادو چارو کې د مؤسسې د شاړو ځمکو د ابادۍ ترڅنګ د مؤسسې دننه په بېلابېلو برخو کې د نویو نيالګيو کښېنول، د موسمي گلانو کرل، د زړو ونو د اضافي څانګو اصلاح او د زینتي بوټو کښېنول شامل دي.
بغلان پوهنتون
بغلان پوهنتون استادانو ته، (د کمي او کیفي څیړنیز میتودونو تګلارې) تر عنوان لاندې پیل شوی درې ورځنی آنلاین سیمینار، په بریالیتوب سره پای ته ورسيد.
جوزجان پوهنتون
د جوزجان پوهنتون د چاپېریال ساتنې کمېټې غونډه وکړه. په دې غونډه کې پر مختلفو موضوعاتو لکه د پوهنتون په ساحه کې د شنو سیمو او پارکونو ته پاملرنه، د میوه لرونکو تخمونو د کښت لپاره چمتووالی او پر نور اړوندو موضوعات بحث او خبرې وشې.
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې اداري برخې کارکوونکو ته د قرآنکریم "ترجمې او تفسیر" درسونو لړۍ جریان لري.
میرویس خان نیکه زابل لوړو زده کړو مؤسسه
د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې له لوري د یادې مؤسسې اداري کارمندانو ته د اداري مراسلاتو تر نامه لاندې سیمینار وړاندي شو.
کابل پوهنتون
کابل پوهنتون استادانو ته د ارقامو د تحلیل سافټوییر (SPSS) ښوونیز ورکشاپ پای ته ورسېد. په دغه ورکشاپ کې د بېلابېلو پوهنځیو ۴۵ تنه استادانو ګډون کړی و.
هلمند پوهنتون
هلمند پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته، د یاد پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د اسلامي امیر اطاعت تر سرلیک لاندې اصلاحي سیمینار، وړاندې شو.
د شیخ زاید پوهنتون
د شیخ زاید پوهنتون رئيس د یاد پوهنتون په تدریسي روغتون کې د محصلانو عملي زده کړو څخه لیدنه وکړه.
نوموړي همدارنګه اړوندو مسؤلینو ته په یاده برخه کې پر وخت د خدماتو وړاندې کولو په موخه ټینګار او سپارښتنې وکړې.
