غزني تخنيکي« پوهنتون» تخنیکی غزنی - Ghazni Technical University
غزني تخنيکي« پوهنتون» تخنیکی غزنی - Ghazni Technical University
February 6, 2025 at 06:10 PM
لوړو زده کړو وزارت نن ورځ ۱۴۰۳هـ.ش، د سلواغې ۱۸مه، پنجشنبه کندز پوهنتون په کندز پوهنتون کې د تحصیلي نصاب پرمختګ او د تحصیلي سکتور اړتیاوو ته ځواب ویلو د ارزونې علمي سمینار دائر شو. کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبرۍ او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسؤولینو تر منځ «د کابل ښار چاپېریال ساتنه او د هوا ککړتیا څخه مخنیوی» تر عنوان لاندې د یو ورځني کنفرانس دائرېدو اړوند غونډه ترسره شوه. هلمند پوهنتون هلمند پوهنتون کې د دغه پوهنتون «لید د ټولنیزو علومو علمي مجله» د مخکتنې غونډه وشوه. کابل طبي علومو پوهنتون د کابل طبي علومو پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت لخوا د «څېړنو لارې چارې» تر عنوان لاندې درې ورځنی روزنیز سمینار، چې د طب پوهنځي ۱۱۲ تنو ستاژرانو ته جوړ شوی و، پای ته ورسېد. تخار پوهنتون د تخار پوهنتون رهبري شورا ناسته د دغه پوهنتون رئيس مولوي عبدالجمیل سائس په مشرۍ ترسره شوه. پنجشېر لوړو زده کړو مؤسسه د پنجشېر لوړو زده کړو مؤسسې رهبري شورا ناسته د یاد تحصیلي نهاد رئیس دوکتور مفتي عبدالحق حبیبي په مشرۍ ترسره شوه. بادغیس لوړو زده کړو مؤسسه د بادغیس لوړو زده کړو مؤسسې رهبري شورا ناسته د دغې مؤسسې رئیس مولوي غلام رسول سروري په مشرۍ ترسره شوه.
Image from غزني تخنيکي« پوهنتون» تخنیکی غزنی - Ghazni Technical University: لوړو زده کړو وزارت نن ورځ ۱۴۰۳هـ.ش، د سلواغې ۱۸مه، پنجشنبه  کندز پوهنت...

Comments