غزني تخنيکي« پوهنتون» تخنیکی غزنی - Ghazni Technical University
غزني تخنيکي« پوهنتون» تخنیکی غزنی - Ghazni Technical University
February 9, 2025 at 05:13 AM
لوړو زده کړو وزارت نن ورځ ۱۴۰۳ هـ.ش د سلواغې ۲۰ مه، شنبه لوړو زده کړو وزارت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کنړ پوهنتون څخه د لیدنې ترڅنګ په ننګرهار پوهنتون کې یوې سترې غونډې ته وینا وکړه. • د ښوونې او روزنې څانګو د ټولنیزو او طبیعي علومو او کرنې څانګو لېسانس برنامو تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا درېیم پړاو کلسټر پیل شو. ارزګان لوړو زده کړو مؤسسه د ارزګان لوړو زده کړو مؤسسې اداري فساد پر ور وړاندې د مبارزې کمېټې ناسته ترسره شوه. کابل پولي تخنیک پوهنتون د کابل پولي تخنیک پوهنتون خدماتي کارکوونکو ته ژمنۍ البسه، چې جامې، بوټونه او کوټونه پکې شامل وو، ووېشل شول. هرات پوهنتون د هرات پوهنتون او افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د ګډو علمي او څېړنيزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو. غزني پوهنتون د غزني پوهنتون سترتیژیک پلان کمېټې ناسته ترسره او د پوهنتون د علمي پرمختګ، ظرفیت لوړونې، او راتلونکو پلانونو په اړه تفصیلي بحثونه وشول. پنجشیر لوړو زده کړو مؤسسه د پنجشیر لوړو زده کړو مؤسسې علمي شورا ناسته وشوه او د شورا غړو د مؤسسې اړوند په بېلابېلو علمي موضوعاتو بحث او نظرونه تبادله کړل. پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسه پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسه کې استادانو ته (د پایلو پربنسټ ښوونه او محصل محوره زده کړې) تر سرليک لاندې پیل شوی لس ورځنی ورکشاپ پای ته ورسید. جوزجان پوهنتون د جوزجان پوهنتون استادانو لپاره ټرنټین سافټویر کې د حساب جوړولو او پېژندنې په اړه یو ورځنی سیمینار دایر شو. کندهار پوهنتون د کندهار پوهنتون رئیس د پوهنتون ټولو آمرینو او اداري کارکوونکو سره د همغږۍ ناسته وکړ.
Image from غزني تخنيکي« پوهنتون» تخنیکی غزنی - Ghazni Technical University: لوړو زده کړو وزارت نن ورځ ۱۴۰۳ هـ.ش د سلواغې ۲۰ مه، شنبه  لوړو زده کړو...

Comments