غزني تخنيکي« پوهنتون» تخنیکی غزنی - Ghazni Technical University
غزني تخنيکي« پوهنتون» تخنیکی غزنی - Ghazni Technical University
February 11, 2025 at 02:32 AM
لوړو زده کړو وزارت نن ورځ ۱۴۰۳هـ.ش د سلواغې ۲۲مه، دوشنبه البیروني پوهنتون د البيروني پوهنتون رئیس د کاپیسا ولایت کور او ښار جوړونې ریاست له انجنیرانو سره ناسته وکړه او یاد پوهنتون ته د پنجشیر سيند څخه د اوبو ويالې را تېرولو په اړه یې ورسره خبرې وکړې. دایکندي لوړو زده کړو مؤسسه د دایکندي لوړو زده کړو مؤسسې شرعیاتو پوهنځي او د دایکندي محکمې ریاست تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو. اروزګان لوړو زده کړو مؤسسه د اروزګان لوړو زده کړو مؤسسې نویو مقرر شويو استادانو لپاره د (درسي کورس طرحه او ډیزاین) تر عنوان لاندې یو ورځنی علمي مسلکي سیمینار وړاندې شو. کابل طبي علومو پوهنتون کابل طبي علومو پوهنتون د ۳ میلیونه او پنځه سوه زره افغانیو په ارزښت د اړوندو تدریسي روغتونونو د مصرفي او ريجنټ موادو پروژه چې ۷۸ قلمه ريجنټ او ۷۹ قلمه مصرفي مواد پکې شامل و بشپړه کړه. فراه لوړو زده کړو مؤسسه د فراه لوړو زده کړو مؤسسې دعوت او ارشاد امريت لخوا د ليلیې محصلانو تر منځ د (وينا هنر) تر سرلیک لاندې سیالي ترسره شوه. • د فراه لوړو زده کړو مؤسسې کرنې پوهنځي د اگرانومي او کرنې او اقتصادي پراختیا څانګو د څلورم ټولګيو محصلانو د خپلو څېړنیزو پروژو څخه دفاع وکړه.
Image from غزني تخنيکي« پوهنتون» تخنیکی غزنی - Ghazni Technical University: لوړو زده کړو وزارت نن ورځ ۱۴۰۳هـ.ش د سلواغې ۲۲مه، دوشنبه  البیروني پوه...

Comments