
غزني تخنيکي« پوهنتون» تخنیکی غزنی - Ghazni Technical University
February 12, 2025 at 05:19 AM
لوړو زده کړو وزارت نن ورځ
۱۴۰۳ هـ.ش د سلواغې ۲۳ مه، سه شنبه
لوړو زده کړو وزارت
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د لوړو زده کړو وزارت بېلا بېلو کارکوونکو ته د سایبري امنیت په اړه درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.
کابل پولي تخنیک پوهنتون
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د لابرانټ او تخنیکي کارمندانو لپاره د فني وړتیاوو لوړولو او د لابراتوارونو وسایلو او تجهیزاتو سمې کارونې په اړه درې ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو.
هرات پوهنتون
د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکو چارو رئیس او ورسره مل پلاوي، هرات ولایت ته د سفر پر مهال د هرات پوهنتون اداري کارکوونکو ته د (اداري مراسلات او د هغې مدیریت) تر عنوان لاندې ورکشاپ دایر کړ.
لغمان پوهنتون
د لغمان پوهنتون محصلینو ته (د انساني قاجاقبرانو پېژندنه او د هغې زیانونه) تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.
سمنګان لوړو زده کړو مؤسسه
د سمنګان لوړو زده کړو مؤسسې ښوونې او روزنې پوهنځي استادانو او اداري کارکوونکو ته د (تضمین کیفیت او اعتبار ورکوونې چوکاټ او برنامو) په اړه یو ورځنی سیمینار دایر شو.
پکتیا پوهنتون
پکتیا پوهنتون کې (د نباتي محصولاتو تصدیق او اعتبار ورکولو طرحې وضاحت) تر عنوان لاندې علمي سیمینار وړاندې شو، چې د اړوندو سیمه ییزو ادارو استازو هم پکې ګډون کړی و.
کندهار پوهنتون
کندهار پوهنتون کې د سوېل لوېدیځ زون امارتي او خصوصي تحصيلي نهادونو بېلا بېلو ۴۰ کادري بستونو لپاره له ۱۲۰ تنو نوماندانو څخه مسلکي ازموینه واخیستل شو.
غزني پوهنتون
د غزني پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته د تصمیم نیونې تر عنوان لاندې علمي او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.
ننګرهار پوهنتون
د ننګرهار پوهنتون محصلینو د دې پوهنتون چاپېریال ساتنې مرکزي کمېټې سره د لسګونه زینتي بوټو او باغدارۍ وسایلو مرسته وکړه.
تخار پوهنتون
د تخار پوهنتون نویو مقررو شویو استادانو، د ډیپارټمنټونو امرینو او د فرعي کمېټو مسؤلینو ته (د انفرادي عملیاتي او د تدریس ښه والي پلان جوړولو مؤثره طریقه) تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
