غزني تخنيکي« پوهنتون» تخنیکی غزنی - Ghazni Technical University
غزني تخنيکي« پوهنتون» تخنیکی غزنی - Ghazni Technical University
February 17, 2025 at 09:31 AM
د غزني تخنيکي پوهنتون استادانو او کارمندانو ته دری ورځنی ژمنی اصلاحي ديني او علمي سمينار دائر شو! ۱۸/شعبان المعظم/ ۱۴۴۶هـ ق ۲۹/ سلواغه / ۱۴۰۳ لمريز ۱۷/ فبروري / ۲۰۲۵ ميلادي نن ورځ دوشنبه د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت په هدایت د غزني تخنيکي پوهنتون د عوت او ارشاد آمريت په همکاري د ياد پوهنتون استادانو او کارمندانو ته د دری ورځني ژمني اصلاحي ديني او علمي سمينار دائر شو. د ورکشاپ لومړۍ ورځ د اجنډا سره سم د مولوي محمد رحيم ابو ادريس له لوري د قرآن عظيم الشان په مبارکو آیتونو سره پیل شوه. ورپسې د غزني تخنيکي پوهنتون رئیس شيخ الحديث والقرآن مولوي محمد اسماعيل محمدي د افتتاحي او ښه راغلاست وینا وکړه. نوموړي د ورکشاپ پر اهمیت او ارزښت سربېره د قرآني آیتونو په رڼا کې د مسئولیت په اړه هراړخیزه وینا وکړه. وروسته د سمینار ارائيه کونکو مولوي صاحبانو په دوو برخو کې موضوعات بیان کړل: - په لومړۍ برخه کې مولوي صاحب سید مجیب الرحمن فاروقي د اخلاص، زهد، تقوا، د نیت اصلاح، د ایمان تعریف او شعبو په اړه هر اړخیز معلومات ګډونوالو ته وړاندې کړل. - په دوهمه برخه کې مولوي صاحب خلیل الرحمن د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د سنتو اتباع، اهمیت، د ږیري اهمیت او منزلت په اسلام کې او همدارنګه په اسلام کې د ښځو حقوق، مقام، واجبات او حجاب په اړه هراړخیزه معلومات ارائيه کړل. په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته له ځواب ویلو وروسته د سمينار لومړۍ ورځ د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده. د عامه پوهاوي، اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

Comments