
غزني تخنيکي« پوهنتون» تخنیکی غزنی - Ghazni Technical University
February 18, 2025 at 04:50 AM
لوړو زده کړو وازرت نن ورځ
۱۴۰۳ هـ.ش د سلواغې ۲۹ مه، دوشنبه
فراه لوړو زده کړو مؤسسه
د فراه لوړو زده کړو مؤسسې محصلانو د علمي سیر په ترڅ کې د تجوید القران، بدرالعلوم او جامعة الاسرأ دیني مدرسو او د څښاک او خوړو توکو شرکت او د چرګانو ذبح خونې څخه ليدنه وکړه.
• د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکو چارو ریاست پلاوي لخوا د فراه لوړو زده کړو مؤسسې اداري کارکوونکو لپاره د اداري مراسلاتو مدیریت او عملي مدیریتي مهارتونو په اړه روزنیز ورکشاپ جوړ شو.
هرات پوهنتون
د هرات پوهنتون ټولنیزو علومو پوهنځي استادان، چې له ځان څخه یې وړتیا ښودلې وه د ښه کار کردګۍ له امله د یوې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.
پروان پوهنتون
د پروان پوهنتون رئیس په مشرۍ د یاد پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره او په بېلابېلو علمي موضوعاتو بحث او نظرونه تبادله شول.
• د پروان پوهنتون لسګونو تنو اداري کارکوونکو لپاره د (اجراأتو ارزونې مېتود) تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
بامیان پوهنتون
د بامیان پوهنتون تقرر او انفکاک ناسته د دې پوهنتون علمي مرستیال په مشرۍ ترسره او د یو شمېر استادانو د ترفیع دوسیې پکې وڅېړل شوې.
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا ناسته کې، د ماسټرۍ او دوکتورا برنامو د تېزس او څېړنو د وړاندیزونو پر دفاع، د تاریخ څانګې د نوم اصلاح، د استادانو تقرر، ترفېع او انفکاک دوسیو څېړلو او نورو موضوعاتو په اړه بحث وشو.
وردګ لوړو زده کړو مؤسسه
د وردګ لوړو زده کړو مؤسسې استادانو او اداري او خدماتي کارکوونکو ته پیل شوی، درې ورځنی اصلاحي فکري سیمینار پای ته ورسېد.
پنجشیر لوړو زده کړو مؤسسه
د پنجشیر لوړو زده کړو مؤسسې مسؤلینو او استادانو ته د څېړنې مېتودولوژي په اړه دوه ورځنی سیمینار دایر شو.
سرپل لوړو زده کړو مؤسسه
سرپل لوړو زده کړو مؤسسه کې استادانو او اداري او خدماتي کارکوونکو ته پیل شوی اصلاحي او عقیدتي سیمینار پای ته ورسېد.
ننګرهار پوهنتون
د ننګرهار پوهنتون ۱۴ ګونو پوهنځیو محصلینو ته د (مونوګراف لیکنې اصول) تر سرلیک لاندې یو ورځنی سيمینار وړاندې شو.
هلمند پوهنتون
د هلمند پوهنتون د مسلکي پرمختیا مرکز له لوري خدماتي کارکوونکو ته (د اکاډمیک چاپيریال سره اشنايي) تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.
دایکندي لوړو زده کړو مؤسسه
په دایکندي لوړو زده کړو مؤسسه کې استادانو او اداري کارکوونکو ته پیل شوی درې ورځنی دیني- اصلاحي سیمینار پای ته ورسېد.
البیروني پوهنتون
د البيروني پوهنتون استادانو ته د پایلو پر بنسټ محصل محوره زده کړو ورکشاپ پیل شو.
پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسه
پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسه کې د یادې مؤسسې اړوند د نشراتو او کلتوري چارو عمومي کمېټې ناسته ترسره شوه.
