
غزني تخنيکي« پوهنتون» تخنیکی غزنی - Ghazni Technical University
February 19, 2025 at 05:21 AM
د لوړو زدهکړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم د افغانستان لپاره د اسلامي همکارۍ سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره وکتل.
دې کتنه کې ښاغلي بخیت په اقتصادي، علمي او تحصیلي برخو کې له لوړو زده کړو وزارت سره د همکارۍ ژمنه کړې او یلي یې دي، چې د امنیت په تینګښت سره د افغانستان د پرمختګ ښه زمینه برابره شوې.
همدا راز ښاغلي ندیم د تحصیلي نظام لاسته راوړنو ته په اشاره ویلي، چې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د دیني او عصري زدهکړو ترمنځ واټن له منځه وړل شوی دی.
#مليتلویزیون
