
غزني تخنيکي« پوهنتون» تخنیکی غزنی - Ghazni Technical University
February 19, 2025 at 05:23 AM
لوړو زده کړو وزارت نن ورځ
۱۴۰۳ هـ.ش د سلواغې ۳۰ مه، سه شنبه
لوړو زده کړو وزارت
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي سره وکتل.
نیمروز لوړو زده کړو مؤسسه
د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکو چارو رئیس مولوي سلطان محمد محسن په مشرۍ پلاوي نیمروز ولایت ته د سفر پرمهال د نیمروز لوړو زده کړو مؤسسې اداري کارکوونکو ته د اداري مراسلاتو په اړه سیمینار دایر کړ.
هرات پوهنتون
په هرات پوهنتون کې د چاپیریالي فرصتونو او ننګونو پېژندلو په موخه علمي کنفرانس دایر شو، چې د هرات پوهنتون رهبري او استادانو ترڅنک پکې د هرات والي، د چاپیریال ساتنې رئیس او د نورو اړوندو ادارو استازو ګډون کړی و.
جوزجان پوهنتون
جوزجان پوهنتون کې د نیالګیو کینولو کمپاین پیل شو.
• د کانونو او پټرولیم وزارت ارشد تخنیکي سلاکار د جوزجان پوهنتون رهبرۍ سره په جوزجان کې د کان کیدنې په برخه کې د استادانو د همکارۍ په موخه وکتل.
• جوزجان پوهنتون کې استادانو او اداري کارکوونکو لپاره د دعوت او ارشاد امریت لخوا پیل شوی درې ورځنی دیني او اصلاحي سیمینار په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.
بغلان پوهنتون
د بغلان پوهنتون استادانو لپاره د پایلو پربنسټ محصل محوره زده کړو (او بي ايي، ایس سي ایل) په اړه لس ورځنی ورکشاپ پیل شو.
• د بغلان پوهنتون رئیس په یاد پوهنتون کې د سړک جوړونې پروژې څخه لیدنه وکړه او د شرکت مسؤلینو ته یې د کیفیت د ساتلو په اړه لارښوونې وکړې.
لوګر لوړو زه کړو مؤسسه
د لوګر لوړو زده کړو مؤسسې اداري کارکوونکو لپاره د (پرمختللې رهبرۍ زده کړه) تر سرليک لاندې څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو.
ننګرهار پوهنتون
د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي انګلیسي ژبې او ادب څانګې ماسټري برنامې لپاره له ۱۴۹ تنو داوطلبانو د کانکور ازموینه واخیستل شوه.
افغان نړیوال اسلامي پوهنتون
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون دوه خالي اداري بستونو لپاره له ۸۰ تنو داوطبانو ازموینه واخیستل شوه.
فراه لوړو زده کړو مؤسسه
د فراه لوړو زده کړو مؤسسې د پوهنځیو رئیسانو، امرینو، استادانو او اداري کارکوونکو ته (د بیت المال ساتنه او محافظت) تر سرلیک لاندې اصلاحی سیمینار دایر شو.
البیروني پوهنتون
په البيروني پوهنتون کې د صنعتي انقلاب جوړېدونکي ملي کنفرانس علمي بورډ ناسته ترسره شوه.
پنجشیر لوړو زده کړو مؤسسه
د پنجشیر لوړو زده کړو مؤسسې کرنې پوهنځي او د پنجشیر ولایت اقتصاد ریاست ترمنځ د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
شیخ زاید پوهنتون
شیخ زايد پوهنتون کې د تدریسي روغتون او د پوهنتون ۱۳ اداري خالي بستونو لپاره له داوطلبانو ازموینه واخيستل شوه.
پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسه
د پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسې استادانو او اداري کارکوونکو ته پیل شوی درې ورځنی دیني-اصلاحي سیمینار پای ته ورسېد.
فراه لوړوز ده کړو مؤسسه
د فراه لوړو زده کړو مؤسسې رئیس د فراه ولایت مستوفي سره وکتل او د دواړو لوریو ترمنځ د مؤسسې د روان کال عوایدو او لګښتونو ارقامو په اړه خبرې وشوې.
بادغیس، پکتیا، پکتیکا، نورستان او ارزګان تحصیلي نهادونه
پکتیا، ارزګان، پکتیکا، بادغیس او نورستان تحصیلي نهادونو کې استادانو او اداري کارکوونکو ته پیل شوي درې ورځني دیني- اصلاحي سیمینارونه پای ته ورسېدل.
