ریاست امربالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات ولایت غزنی
February 18, 2025 at 06:28 AM
د غزني ولایت د ګیرو، رشیدانو، قره باغ، ناوې او ناور ولسوالیو محتسبینو په خپلو سیمو کې خلکو ته د سیرت او صورت د اصلاح، د مبایل له غلطي کارونې څخه د اجتناب، له حنفي فقهې سره برابر د معاملاتو د کولو، له نشه یي توکو څخه د ځان ساتلو، د مور او پلار او مشرانو د احترام، د جماعت د لمانځه د فضیلت، د ښځو د حقوقو او ګڼو نورو موضوعاتو په اړه مفصل اصلاحي بیانونه وکړل.