ریاست امربالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات ولایت غزنی WhatsApp Channel

ریاست امربالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات ولایت غزنی

771 subscribers

About ریاست امربالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات ولایت غزنی

تطبیق برنامه ها و پالیسی های وزارت امربالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات در سطح ولایت غزنی

Similar Channels

Swipe to see more

Posts

ریاست امربالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات ولایت غزنی
ریاست امربالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات ولایت غزنی
6/13/2025, 7:24:14 AM

د نن جمعې ورځې نېټه

Post image
❤️ 1
Image
ریاست امربالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات ولایت غزنی
ریاست امربالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات ولایت غزنی
6/12/2025, 1:46:47 PM

*د لوبو له میدانونو نظارت:* د غزني ولایت د اندړو، ده یک، مقر، قره باغ او خوګیاڼو ولسوالیو محتسبینو د لوبو له میدانونو څخه نظارت وکړ. محتسبینو په میدانونو کې لوبغاړو او سیلانیانو ته توصیه وکړه؛ چې په لوبو کې لمونځ قضاء نه کړي او د جماعت لحاظ وساتي. همداراز ورته وویل شول؛ چې د لوبو پر مهال داسې جامې واغوندي؛ چې عورت یې پکې پټ وي او په لوبو کې دي شرط نه لګوي.

❤️ 🍇 🫆 4
ریاست امربالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات ولایت غزنی
ریاست امربالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات ولایت غزنی
6/14/2025, 6:01:58 AM

*د غزني ولایت د رشیدانو ولسوالي کې مور او پلار د زوی له ظلم څخه وژغورل شول:* د رشیدانو ولسوالي د مشنګي په کلي کې یوه تن په خپل مور او پلار باندې ظلم کاوو؛ چې د محتسبینو له خوا نوموړي کس ته د مور او پلار حقوق بیان شول او ژمنه ترې واخیستل شوه چې له دې وروسته به له مور او پلار سره ښه چلند کوي.

❤️ 2
ریاست امربالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات ولایت غزنی
ریاست امربالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات ولایت غزنی
6/14/2025, 5:37:44 AM

*د غزني ولایت د زنه خان ولسوالي د ســـرې قلعه په کلي کې دوه ښځې له دیارلس کلن کورني تاوتریخوالي څخه وژغورل شوې* د محتسبینو د معلوماتو له مخې د سرې قلعه د کلي یو تن اوسېدونکی، چې د خپلو دوو مېرمنو سره یې له تېرو دیارلسو کلونو راهیسې فزیکي او رواني زور زیاتی کاوو، یادې ښځې له سختو شرایطو سره مخ وې، چې پکې فزیکي وهل، بد لفظي، ګواښونه، او رواني فشار شامل وو. د زنه خان ولسوالي د امربالمعروف آمریت محتسبینو یاد کس ته د ښځـــو شرعي حقوق بیان کړل او د ظلـــم د دنیوي او اخروي تاوانونو په هکله یې پوهاوی ورکړ. نوموړي کس خپله ملامتیا ومنله او ژمنه یې وکړه چې له دې وروسته به د خپلو ښځو حقونه رعایتوي او ظلـــم به نه ورسره کوي. په پای کې د څلورو تنو بانفوذه کسانو په ضمانت خوشی شو، او ټولو ضمانت کوونکو وعده وکړه چې د آینده لپاره به د یاد کس په ظلم سترګې نه پټوي او په ګډه به یې مخنیوی کوي. د یادونې وړ ده چې د زنه خان ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبین وخت ناوخت د خلکو شکایتونو ته رسېدنه کوي، چې ورسره په ټولنه کې په زیاته اندازه د کورني تاوتریخوالي پېښې کمې شوې دي. *د غزني ولایت د امر بالمعروف ریاست رسنیز دفتر*

Post image
❤️ 🌷 🫀 4
Image
ریاست امربالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات ولایت غزنی
ریاست امربالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات ولایت غزنی
6/12/2025, 5:56:12 AM

*د ناسمو رواجونو په وړاندې مبارزه:* د غزني ولایت د ده یک ولسوالي محتسبینو د شیر بوز او رامک د کلیو خلکو ته د ناسمو رواجونو قباحت بیان کړ. همداراز یې په دې اړه د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله فرمان ورته تشریح کړ.

ریاست امربالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات ولایت غزنی
ریاست امربالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات ولایت غزنی
6/14/2025, 5:45:17 AM

*د غزني ولایت ګیرو ولسوالي د سلیمان قلعه په کلي کې یوه میرمن د خاوند او زامنو له ظلم څخه وژغورل شوه:* په یاده میرمن باندې له تیرو (15) کلونو راهیسې خپل خاوند او (5) زامنو ظلم کاوو او له فزیکي او رواني ستونزو سره مخ وه. له څو کلونو راهیسې یې د خپل پلار کورته د نه پریښودو تر څنګ په دغه میرمن باندې شاقه کارونه هم کول. د محتسبینو په هڅو یې له خاوند څخه د ظلم نه کولو ژمنه واخیستل شوه او له شرعي حقونو برخمنه شوه. *د غزني ولایت د امر بالمعروف ریاست رسنیز دفتر*

❤️ 2
ریاست امربالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات ولایت غزنی
ریاست امربالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات ولایت غزنی
6/14/2025, 3:59:51 PM

*د غزني ولایت د اجرستان ولسوالي محتسبینو د ولسوالي په سطحه د حاجیانو له خپلوانو سره مجلس دائر کړ.* په یاد مجلس کې د حاجیانو خپلوانو ته د امیر المؤمنين حفظه الله تعالی د ( ١٧ ) ګڼه فرمان مطابق وویل شول؛ چې د حاجیانو د راستنېدو په وخت کې باید د بیځایه مصارفو څخه ډډه وکړي. په اخیر کې دوی ژمنه وکړه چې ياد فرمان به عملي کېږي او بیځایه مصارف به نه کېږي.

❤️ 2
ریاست امربالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات ولایت غزنی
ریاست امربالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات ولایت غزنی
6/14/2025, 7:31:22 AM

د غزني ولايت مرکز اړوند پنځمې حوزې محتسبينو له ۹ تالارونو څخه ليدنه وکړه او هغوی ته یې د موسيقي نه غږول، د نارينه او ښځينه وو په منځ کې اختلاط نه کول او د نشه يي توکو د نه استعمالولو په اړه پوهاوی ورکړ. *همداراز* یې له ۱۲ سلمانیو څخه نظارت ترسره کړ او هغوی ته یې د جماعت د لمانځه پابندي کول، موسيقي نه غږول، ږيره تر قبضې چاته نه ورکمول او وېښتان د شريعت خلاف (په خارجي موډ) چاته نه ورجوړولو په اړه پوهاوی ورکړ.

❤️ 👍 2
ریاست امربالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات ولایت غزنی
ریاست امربالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات ولایت غزنی
6/12/2025, 6:01:48 AM

*د غزني ولایت د ګيرو په ولسوالي کې د یوې میرمن کورنی ژوند بیرته برابر شو:* یاده میرمن چې د ګيرو ولسوالي د عمبرخیلو د کلي اوسیدونکې وه او له تیرو دریو میاشتو راهیسي له خپل خاوند څخه د پلار کورته تللي وه،ادعا یې کوله چې زما خاوند او د هغه کورنۍ له ما سره ظلم کوي؛د محتسبینو په هڅو د دغه میرمن له خاوند څخه ژمنه واخیستل شوه؛ چې خپلې مېرمن ته به د شریعت مطابق ټول حقوق ور کوي او هیڅ نوع ظلم به نه ورسره کوي. د یادو زوجینو ګډ ژوند بیرته په خوښۍ سره پیل شو.

❤️ 🫆 5
ریاست امربالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات ولایت غزنی
ریاست امربالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات ولایت غزنی
6/12/2025, 5:47:30 AM

*د غزني ولایت د رشیدانو په ولسوالي کې د حاجیانو له خپلوانو سره مجلس وشو.* د یاد مجلس په ترڅ کې د حاجیانو خپلوانو ته د عالیقدر امیر المؤمنین فرمان؛ چې د ناسمو رواجونو د مخنیوي په اړه وو، تشریح شو. همداراز له دوی څخه غوښتنه وشوه؛ چې د حاجیانو د راتګ په مهال د فرمان تطبیق ته خاصه پاملرنه وکړي.

Link copied to clipboard!