
فکري روزنه
February 3, 2025 at 12:17 PM
رسول الله صلي الله علیه وسلم به ولې همیشه غمجن و؟
یو حدیث کې راځې ( کان رسول الله صلي الله علیه وسلم متواصل الاحزان دائم الفکر)
معجم الكبير. ج 25 صفحـ 246
یعني نبی کریم صلي الله علیه وسلم به همیشه فکر مند او په سوچ کې ډوب وو ، او داسې به معلومیده ، چې هر وخت په هغوي باندي څه غم خور شوی دي.
آیا هغه د پیسو غم کوي ؟
آیا هغه د خپل شان او شوکت زیاتولو غم او فکر کوئ ؟ نه
بلکي هغه زما او ستا د نجات او د جهنم له اور څخه د ژغورني فکر کوي.
بلکي هغه غم د دې خبرې وو ، چې کوم طرف ته زه لیږل شوی یم زه خلګ څنګه د جهنم له اور نه بچ کړم ، او خپل امت څنګه له ګمراهۍ څخه وباسم او په مستیقمه لار یې برابر کړم ، او د دې سخت غم په وجه الله تعالی بار بار په قران کریم کې آیاتونه نازل کړل ، چې په هغه کې نبي کریم صلي الله علیه وسلم د غم کولو څخه منع شوی دی.
لَعَلَّكَ بٰخِعٌ نَّفْسَكَ أَلَّا يَكُونُوا مُؤْمِنِينَ [سُوۡرَةُ الشُّعَرَاء : 3]
[اې محمده (ص)!] ښايي ته پدې غم کښي خپل ځان بايلې چي دغه خلك ايمان نه راوړي.
د تلیګرام لینک
https://t.me/Yaqeen4455

❤️
1