
فکري روزنه
February 8, 2025 at 02:47 AM
د سترګو څښتنان
سترګې لرل بسنه نه کوي، بصیرت پکار دی!
د سترګو څښتنان هغه نه دي، چې یوازې د نورو نیمګړتیاوې ویني، بلکې هغه دي، چې لومړی خپل ځان ویني.
هغه چې لومړی خپل عیبونه ګوري،
هغه چې خپل ضعفونه درک کوي،
هغه چې خپل مسؤلیتونه پېژني،
او هغه چې د ځان د اصلاح لپاره ګام اخلي،
هماغه د سترګو حقیقي څښتنان دي.
که یو څوک غواړي چې دنیا ته د حق عینکو څخه وګوري، نو باید لومړی خپل ځان وپېژني.
ځکه څوک چې خپل عیبونه نه ویني، د نورو عیبونه به څنګه سم کړي؟
او څوک چې خپل مسیر نه پېژني، نورو ته به څنګه لار وښيي؟
هو، سترګې لرل کافي نه دي، حقیقت لیدل بصیرت غواړي!
#سترګې_او_بصیرت
#خپل_ځان_وپیژنه
#اصلاح_له_ځانه_پیل_کړه
#فکري_روزنه

❤️
4