فکري روزنه
فکري روزنه
February 13, 2025 at 10:22 AM
# *جابر__بن__سنان__البطاني* *د لمر او سپوژمۍ د خسوف د وجوهاتو په هکله لومړی معلومات د عباسیانو په دوره کې اسلامي ساینسپوهانو نړۍ ته وړاندي کړل!!!* *د بغداد په بیت الحکمت پوهانتون کې د علمُ الفلکیات نامتو مسلمان ساینسپوه جابر بن سنان البطاني د لمر او سپوژمۍ د خسوف (Lunar & Solar Eclipses) په اړه دقیق جدولونه جوړ کړل دغه جدولونه د راتلونکو 850 کلونو* *لپاره د نړۍ د ستورپوهانو لپاره د معلوماتو بنسټ او حواله وګرځیدل، له #البطاني وروسته مصري ساینسپوه (ابنِ یونس) او ​​(ازرقیل) غوندي اسلامي ساینسپوهانو د قبلې د لوري تعین ، د لمر او سپوږمۍ د خسوف په هکله اساسي او ساینسي وجوهات نړۍ ته تشریح کړل او د سپوږمۍ د بشپړ ګردش د محاسبې لپاره یې یو منظم جدولي سیسټم نړۍ ته معرفي کړ ، البطاني 1100 کاله وړاندي د لمریز کال اوږدوالی اندازه کړ او پخپل قیاس کې یې د اوسني* *کمپیوترې اندازې پر تله یوازې 2 دقیقې او 22 ثانیې تېروتنه وکړه* . *دا د ساینس په ډګر کې د اسلامي عروج هغه زمانه وه چې د اروپا عیسایانو به* *مشاهداتي ساینس ته د سحر (جادو) نوم ورکاوه* . *دمعلوماتو راټولونه اوترتیب* *محمد جمشید ستانڪزی* *تـــــــــاریخꞪIՏƬⲞᖇᎩ∫*
❤️ 1

Comments