
فکري روزنه
February 14, 2025 at 12:31 PM
د تېر تاریخ هغه ځوانانو ته وګورو چې نړۍ یې د ایمان په رڼا روښانه کړې وه، زړه بې اختیاره غمجنېږي.
کله چې د حضرت علي رضي الله عنه په شجاعت، د حضرت مصعب بن عمیر رضي الله عنه په قربانۍ، د امام حسن او امام حسین رضي الله عنهما په اخلاص او د محمد بن قاسم په فتوحاتو فکر وکړو، نو په خواشینۍ سره وینو چې نن په اسلامي نړۍ کې داسې ځوانان کم دي.
اوس ډېر ځوانان د غرب د کلتور په تقلید کې غرق شوي، له اسلامي ارزښتونو څخه لرې شوي او د بې هدفه ژوند په لور روان دي. د علم او پوهې تنده یې کمه شوې، د وخت قدر یې هېر شوی، او د امت د خدمت احساس یې ضعیف شوی.
اسلامي نړۍ د هماغه تېر تاریخ د ځوانانو په شان غیرتي، مخلص، او متقي ځوانانو ته اړتیا لري، چې ایمان یې کلک و، هدف یې لوړ و، او ژوند یې یوازې د الله ﷻ د رضا لپاره و.
دا د امت لوی درد او ستر غم دی. 😢
#فکري_روزنه
#ابرار
😢
1