
فکري روزنه
February 15, 2025 at 02:17 AM
*اُمت ولې ذلیل دې*
کله چې صلاح الدين ايوبي رحمه الله په مصر واکمن و، يوه ورځ يې خپلو ملګرو ته نصيحت کاوه او خطاب يې وکړ(( اى ملګرو! له دوو لعنتي څيزونو څخه ځان په کلکه وساتئ؛ يو ناهيلي او بل عياشي)).
صلاح الدين ايوبي رح په دې پوهېده، چې صليبيان او په ټوله کې کفار د مسلمانانو د کمزوري کولو لپاره له ښکليو انجونو څخه د ځيرکې او قوي وسلې په توګه کار اخلي، دا نجونې د نړۍ له ګوټ_ ګوټ څخه د مختلفو ژبو او قومونو څخه د جاسوسۍ لپاره ګومارل کېږي، دوى خپل هدف ته د رسېدو لپاره له خپل پت او عزت څخه هم تېرېږي، خپل لباس، شکل او قيافې ته داسې تغير ورکوي چې هېڅوک يې نشي پېژندلى يوازې د اهل بصيرت خلک يې پېژندلى شي، دا نجونې په مختلفو بڼو د مسلمانانو تر منځ څرګندېږي د صلاح الدين الأيوبي رح دوه تنه قمندانان يو فخرالمصري او بل سوډانى قومندان چې نيول شوې شپږ جاسوسانې يې ساتلې د دې انجونو له ښکلا، ناز او ادا متاثره شوي و، سوډانى قومندان ووژل شو او فخرالمصري بېرته توبه وويسته او د صلاح الدين ايوبي لښکر سره يوځاى شو دا پلان په تېر شل کلن اشغال کې أمريکا هم عملي کړ، د ناټو په چوکاټ کې د مختلفو ملکونو انجونې له دوى سره ګرځېدې، د وخت واکمنان يې په خپلو لومو کې راګير کړي و، ځينې د خبريالې په جامه کې وې، د وخت واکمن يې داسې په ځان راګرم کړي و، چې هغوى په نشو کې مست په دې نه پوهېدل چې دا د پرديو استخباراتو ايجنټې دي، دې انجونو به له ځان سره وېډيو ګانې هم ريکارډ کولې تر څو يې د پيسو بازار ګرم او خپلو بادارانو ته يې هم يو ثبوت په لاس ورکړى وي په هر حال عياشي او فحاشي د مسلمه أمت د کمزورتیا لوي لامل ګڼل کېږي. نن چې کوم عرب واکمن تاسو وينئ، دوى د عياشۍ، عيش او عشرت په خوب ويده دي، خپله مسلماني ورته وروسته پاتې قانون ښکاري، همدا لامل دى، چې ديني او اسلامي ارزښتونه ورته هېڅ أهميت نلري، په خپلو مزو او چړچو کې مست او خرامان پراته دي د دښمن هم له همدې غافله مسلمان څخه د مسلمان پر وړاندې کار اخلي، يو له بل سره يې جنګوي تر څو دواړه له منځه ولاړ شي او کفارو ته زمينه خالي پاتې شي. په جګړه ييز قانون کې هم نسبت بهرني دښمن ته داخلي دښمن څو چنده خطرناک ثابتېږي او د جنګ په ډګر کې موثر او مثمر هم واقع کېدلى شي
❤️
1