
فکري روزنه
February 18, 2025 at 05:26 AM
شجاعت، خطر، او هدف
شجاعت د انساني فطرت یوه بنسټیزه قوه ده، خو یوازې هغه وخت اصلي مانا پیدا کوي، چې د حق، عدالت، او سترو اهدافو لپاره وکارول شي. که شجاعت یوازې د وېرې د نشتون نوم وای، نو هغه بې مقصده جرئت ته ورته کیده. خو شجاعت دا نه دی چې یو څوک له خطر سره مخ نه وي، بلکې دا دی چې یو څوک د خطر پر وړاندې کلک ودریږي، د خپل هدف لپاره هره قرباني ومني، او د پایلو د مسئولیت وړ وي.
زه تاته وایم! 🫵
که ته یو هدف لرې، نو پوه شه چې خطرات به حتمي وي. دا خطر کله د زخمونو بڼه لري، کله د غربت، کله د قید، او کله د شهادت. خو که ستا هدف سپېڅلی وي، نو دا خطرات به ستا له نوم نه یوه افسانه جوړه کړي.
که ته غواړې یو زړور لیکوال شې، نو د حقایقو ویلو خطر ومنه.
که ته غواړې د خپل ملت دفاع وکړې، نو د جګړې، شکنجې، او قربانۍ خطر ته غاړه کیږده.
که ته غواړې د خپل دین د دعوت مشعل اوچت وساتې، نو د بدنامۍ، تعذیب، او هجرت ته غاړه ایښودل حتمي دي.
که ته غواړي د خپلو اهدافو لپاره خطر ته غاړه کښېږدې، نو پوه شه چې ته به د تاریخ برخه شې!
#یا_شجاعت_غوره_کړه_یا_هیر_شه
#تدبیرګر
#ملا_طلحه
