فکري روزنه
فکري روزنه
February 22, 2025 at 05:18 AM
د بصیرت سکرین، یا د غفلت پرده! موږ په داسې عصر کې ژوند کوو چې مبایل یوازې یوه وسیله نه، بلکې یوه مجازي نړۍ ده، یوه دنیا چې زموږ فکر، اعمال، او راتلونکی کنټرولوي. مغز هغه څه منعکسوي چې ته یې ورکوې که ته خپل مبایل د علم، معرفت، او بصیرت سرچینه وګرځوې، ذهن دې روښانه کېږي، افکار دې ژورېږي، او د راتلونکي لپاره قوي بنیان ږدې. که یې د عبثو بوختیاوو لپاره وکاروې، ذهن دې ستړی، فکر دې مغشوش، او شخصیت دې متزلزل کېږي. مبایل دې د یو کتابتون په بڼه جوړ کړه تاریخي او فکري لیکنې، دیني لارښوونې، او بصیرت زیاتونکي مطالب وساته. هره ورځ یې په یاد ولره؛ چې ته د امت مسؤل یې. د زړه لپاره تغذیه وکاروه د ایمان انګازې خپروونکي اسلامي اناشید واوره، ترڅو روح دې له مادیتي زولنو خلاص شي. دعوتي، اصلاحی، او فکري مواد خپاره کړه، ځکه که ته د حق لپاره غږ نه اوچت نکړژ، باطل به دا خلا ډکه کړي! تاریخ شاهد دی هره ستره امپراتوري، هر لوی تمدن، او هر ځواکمن ملت یا د علم له لارې وده کړې، یا د غفلت له امله زوال ته تللی. یا به مبایل تا اداره کوي، یا به ته مبایل اداره کوې! #په_شیشو_کې_روح_مه_بندوه #تدبیرګر #ملا_طلحه
Image from فکري روزنه: د بصیرت سکرین، یا د غفلت پرده!   موږ په داسې عصر کې ژوند کوو چې مبایل ...
👍 1

Comments