
فکري روزنه
February 27, 2025 at 02:01 AM
دا انځور به مو د سيرت پۀ لوړو ژورو وګرځوي. د مکې د ژوند ډېرې کيسې به مو ذهن ته راشي.
د اجياد پۀ ليدو سړی ماضي ته لاړ شي، هغه شخصيت يې سترګو ته ودرېږي چې پدې دښته کې يې د څو قيراطو پۀ بدل کې د مکې د خلکو ګډې وزې څرولې. خلکو امين او صادق بللو، وروسته د امت لارښود شو.
د خندمه غرۀ پۀ ليدو سړي ته د عباس بن عبدالمطلب خبرې رايادې شي، يوه ورځ يې د بانډې خلکو ته وويل:
زما ورارۀ (نبي عليه السلام) د خندمه لۀ غرۀ هم لوي انسان دی.
د بطحاء د شګلنو دښتو پۀ ليدو سړي ته د يهودي علماوو خبرې زړۀ ته راشي چې يو وخت به يې اميانو ته کولې:
بطحاء به د ځان سره د وروستۍ زمانې نبي راوړي.
د خليفه غرۀ پۀ ليدو سړي ته هغه شېبې ودرېږي چې نبي عليه السلام د فتحې پۀ نېت راوتلی وو، پۀ ظهران کې ايسار شو او قريشو يې لۀ دې غرۀ د لښکر ننداره کووله.
د صفاء پۀ ليدو د سړي پۀ غوږو کې د يا صباحاه نارې وکړنګېږي، ابولهب ډبره پر لاس ګوري، د ځان سره غړمبېږي وايي:
ورارۀ ورځ دې بده شه، مونږ فکر کاوۀ چې تۀ به کومه مهمه خبره کوې، دا د اخرت، توحيد او عذابونو خبرې پدې ارزي چې تمام کنانه، بنوهاشم، بنوعدي، بنوتيم، بنواميه او بنومحزوم دې ورته راوغوښتل شي؟
د رسول الله غږ لوړ شي وايي: فاطمې لورې، ځان لۀ اور وژغوره، زۀ ستا هيڅ نشم کولی.
د خديجې رضي الله عنها د کور پۀ ليدو د سړي ياد ته هغه شېبې راشي چې د اسلام پۀ لومړيو کې د دې کور هره ډبره د رسول الله يوه تکيه وه. د دعوت د ستړي ژوند دمه به يې دلته کوله او دلته به تل يوه مالداره، زړۀ سوانده مېرمن خولۀ پر خندا د رسول الله مخې ته ولاړه وه او د ډاډ الفاظ به يې پر خولۀ وو. د عرش لۀ بره به د دې کور څلور دېوالۍ ته د رب سلام راتلو او د جنت زېري به وو.
د ثور غار بيا د لوي صديق د خلوص، غيرت او ملګرتيا کيسې کوي.
د حراء تړې د فطرت د زمانې رازونه راسپړي. د ځوانۍ شپې، د بيت الله نندارې او د رب سره راز او نياز.
هو،
ډېرې کيسې دي چې يوازې خيال کې ځای نيولی شي، د قلم څوکه خو محدود ده.
گران ورور: سیداکرام سعیدي
❤️
2