
Ziar Khan Yaad
January 30, 2025 at 07:40 PM
د فخر زمان داستان
ليک: عطاء الله ځواب
د مارکېټ په بام ولاړ وم، فخر زمان لمر ته څادر غوړولی و او لمونځ يې کوه، خوند یې راکړ، انځور مې ترې واخيست...
دی عصبي ناروغي لري (ميرګي). يو ځل مې ورته ويل که پاچا شې څه به کوې؟
ويل يې: اول خپل علاج کوم، بيا پاچايي ګوره...
دی زموږ د کتابخانو د مارکېټ تر مخې د ساعتونو غرفه لري، ښاروالۍ چې د سرک چارې شروع کړي، نور ټول د سرک د سر دوکانداران تللي، يواځې دی لا هم پاتې، زورور شو او چا یې غرفې ته ګوتې ور نه شوې وړلای.
ډنګر دی، هډوکي پکې ښکاري، يو ځل مې يو خېټو ور وښود، ورته ويل مې: دا زموږ غوښې هغه خېټه کې دي.
په خندا شو: ههههه غم مه کوه، شکر باسه، شکر...
څو ورځې مخکې پيتاوي ته ناست وم، دی راغی، ويل یې: جومات کې ناست وم، چې پوه شوم غورځېږم... نو له جوماته ووتم... بيا نه يم پوه شوی، خو ښه شوه کنه چې چا ته مزاحمت و نه شو...
دی ډېر ساده او خوږ دی. که دې سلام ور وانچوه بيا په غم ککړېږې، غوسه کېږي او تر ډېره خفه وي. او که ډېر ورسره پاتې شې نو بيا ترې خوږېږې هم... زما ورسره د سلام او کله کله د څو شېبو مجلس ياري ده.
نور يې په ژوند ډېر نه يم خبر، خو تېر ژمی سوځېدلی و، ځان ته یې کنځلې کولې، جامو ته خفه و، ما هغه وخت ډاډ ورکړ، بل ځل يې د پلار له مرګ خبر شوم او نن چې لمر ته ولاړ وم او دې لمونځ خلاص کړ، نو ما غوښتل د حال پوښتنه ترې وکړم: فخر زمانه څنګه دي کارونه؟
- نشته والله، نشته، خونده یې نه شته، ابل پرون مې لور مړه شوه.
زما له خولې ناڅاپه ور ووتل: دا څه وايې، ولې؟
شا او خوا يې وکتل، لاس يې له يو بل لېرې ونيول: دغومره وه، د څلورو میاشتو وه، ژمی دی، لرګي مې نه دي اخيستې، يخ وهلې وه.
بيا يې يو لاس په بل کې ونيوه: دغسې نېغه پاتې وه، مړه وه. داسې ښایسته لور خدای راکړې وه...
په ما يې سر وګرځوه، هغه لاړ غرفې ته...
خو زه دا دی تر ماښامه له درده، بې وسۍ او ځان ملامتۍ نه نېغ پاتې يم...
له سترګو مې نه لېرې کېږي دا بدبخته، زه خدای وهلی به کله د داسې خلکو د مرستې جوګه شم...
😢
1