
Ziar Khan Yaad
168 subscribers
About Ziar Khan Yaad
Welcome to Ziar Khan Yaad's channel – your premier source for comprehensive coverage of breaking news, current affairs, political insights, security updates, cultural perspectives, and international developments centered around Afghanistan. As a dedicated journalist, I am committed to delivering accurate, timely, and in-depth reporting, offering nuanced analysis and thoughtful commentary on the ever-evolving dynamics shaping Afghanistan's landscape. From the latest headlines to in-depth features, I strive to provide a holistic understanding of the region's complexities and its global significance. Join me as I navigate through the diverse narratives, challenges, and triumphs within Afghanistan, fostering informed discourse and promoting public awareness through rigorous research, extensive interviews, and firsthand reporting. Thank you for choosing my channel as your trusted source for authoritative coverage of Afghanistan, and I look forward to keeping you informed and engaged. Sincerely, Ziar Khan Yaad
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

ایا پوهېږئ چې ستاسې وجود د پوستکي او وېښتو له لارې زر پاشي؟ هو تاسې سم ولوستل، زموږ بدن د خپل پوستکي او وېښتو له لارې سره زر خوشې کوي. خو بدبختانه د دې سرو زرو کچه ډېره لږه ده، موږ نه شي شتمن کولی او نه یې موږ په سترګو لیدلی او را ټولولی شو. نو زموږ په بدن کې اخر څومره سره زر شته دی؟ د اوسط ۶۸ کیلوګرامه وزن لرونکي انسان بدن شاوخوا ٠،٢ میلی ګرامه سره زر لري، چې ډېره برخه یې په وینې کې ده. زموږ بدنونه د خولې تویولو، د پوستکي د حجراتو تویېدو، او د وېښتو د ودې پر مهال دغه سره زر بهر وباسي. په بدن کې د سرو زرو شتون هیڅ مهم بیولوژیکي رول نه لري؛ خو د نورو مهمو عناصرو ترڅنګ زموږ په بدن کې دا ارزښمنه ماده هم شته دی. دا حقیقت چې زموږ بدن د ځمکې د تر ټولو ارزښتناک فلز کوچني ذرات خوشې کوي، د انساني بیولوژۍ جالبه ځانګړنه ده. ستا وجود څومره سره زر لري؟ د مباح علومو کیسې! عدنان نجیبي

د خوست د وژل شوې کورنۍ یو ژوندی پاتې غړی په مساپرۍ کې د خپلې کورنۍ د لسو غړو له شهادته د خبریدو کیسه کوي.

امریکايي سناتور ټېم بورجېټ ټرمپ ته: د طالبانو استخباراتو پورې تړلی افغان یوټیوبر عمران رحیمي له امریکا څخه وشړه.

د شمشاد ټلوېزیون د جوړ پخیر خپرونې پخوانی چلوونکی محمدیګل اوبرنګ په پېښور کې د سړک پر غاړه خواړه پلوري. د هنرمندو او با احساسه وطنوالو شپې په وطن نه کېږي او مجبور دي ګاونډیو هېوادونو کې د ژوند سختۍ تجربه کړي.

د فخر زمان داستان ليک: عطاء الله ځواب د مارکېټ په بام ولاړ وم، فخر زمان لمر ته څادر غوړولی و او لمونځ يې کوه، خوند یې راکړ، انځور مې ترې واخيست... دی عصبي ناروغي لري (ميرګي). يو ځل مې ورته ويل که پاچا شې څه به کوې؟ ويل يې: اول خپل علاج کوم، بيا پاچايي ګوره... دی زموږ د کتابخانو د مارکېټ تر مخې د ساعتونو غرفه لري، ښاروالۍ چې د سرک چارې شروع کړي، نور ټول د سرک د سر دوکانداران تللي، يواځې دی لا هم پاتې، زورور شو او چا یې غرفې ته ګوتې ور نه شوې وړلای. ډنګر دی، هډوکي پکې ښکاري، يو ځل مې يو خېټو ور وښود، ورته ويل مې: دا زموږ غوښې هغه خېټه کې دي. په خندا شو: ههههه غم مه کوه، شکر باسه، شکر... څو ورځې مخکې پيتاوي ته ناست وم، دی راغی، ويل یې: جومات کې ناست وم، چې پوه شوم غورځېږم... نو له جوماته ووتم... بيا نه يم پوه شوی، خو ښه شوه کنه چې چا ته مزاحمت و نه شو... دی ډېر ساده او خوږ دی. که دې سلام ور وانچوه بيا په غم ککړېږې، غوسه کېږي او تر ډېره خفه وي. او که ډېر ورسره پاتې شې نو بيا ترې خوږېږې هم... زما ورسره د سلام او کله کله د څو شېبو مجلس ياري ده. نور يې په ژوند ډېر نه يم خبر، خو تېر ژمی سوځېدلی و، ځان ته یې کنځلې کولې، جامو ته خفه و، ما هغه وخت ډاډ ورکړ، بل ځل يې د پلار له مرګ خبر شوم او نن چې لمر ته ولاړ وم او دې لمونځ خلاص کړ، نو ما غوښتل د حال پوښتنه ترې وکړم: فخر زمانه څنګه دي کارونه؟ - نشته والله، نشته، خونده یې نه شته، ابل پرون مې لور مړه شوه. زما له خولې ناڅاپه ور ووتل: دا څه وايې، ولې؟ شا او خوا يې وکتل، لاس يې له يو بل لېرې ونيول: دغومره وه، د څلورو میاشتو وه، ژمی دی، لرګي مې نه دي اخيستې، يخ وهلې وه. بيا يې يو لاس په بل کې ونيوه: دغسې نېغه پاتې وه، مړه وه. داسې ښایسته لور خدای راکړې وه... په ما يې سر وګرځوه، هغه لاړ غرفې ته... خو زه دا دی تر ماښامه له درده، بې وسۍ او ځان ملامتۍ نه نېغ پاتې يم... له سترګو مې نه لېرې کېږي دا بدبخته، زه خدای وهلی به کله د داسې خلکو د مرستې جوګه شم...

تازه دمی ولسمشر تر ابراهیم الکوزي وروسته یو بل افغان هم ځانله جلا وطنه حکومت جوړ کړ. عنایت حفیظ ځان د دې حکومت مشر اعلان کړی او د خپلې کابینې یو اوږد لېسټ یې هم ورسره خپور کړی دی. هغه په ارګ کې خپل یو پخوانی انځور هم پر خپلې فېسبوک پاڼه خپور کړی دی.

امریکا کې یو افغان کډوال د ترهګرۍ په تور نیول شوی دی. سپینې ماڼۍ په یوې خبرپانه کې د دغه افغان د نیول کیدو خبر ورکړی ؛خو له انځورخپرولو پرته یې د هغه د هویت په تړاو هېڅ ډول معلومات نه دي خپاره کړي.

د طالبانو د سختو مداخلو له امله سرینا په کابل کې خپل هوټل وتاړه.