Ziar Khan Yaad
                                
                                    
                                        
                                    
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                February 1, 2025 at 01:07 PM
                               
                            
                        
                            ایا پوهېږئ چې ستاسې وجود د پوستکي او وېښتو له لارې زر پاشي؟
هو تاسې سم ولوستل، زموږ بدن د خپل پوستکي او وېښتو له لارې سره زر خوشې کوي. خو بدبختانه د دې سرو زرو کچه ډېره لږه ده، موږ نه شي شتمن کولی او نه یې موږ په سترګو لیدلی او را ټولولی شو.
نو زموږ په بدن کې اخر څومره سره زر شته دی؟ د اوسط ۶۸ کیلوګرامه وزن لرونکي انسان بدن شاوخوا ٠،٢ میلی ګرامه سره زر لري، چې ډېره برخه یې په وینې کې ده. زموږ بدنونه د خولې تویولو، د پوستکي د حجراتو تویېدو، او د وېښتو د ودې پر مهال دغه سره زر بهر وباسي.
په بدن کې د سرو زرو شتون هیڅ مهم بیولوژیکي رول نه لري؛ خو د نورو مهمو عناصرو ترڅنګ زموږ په بدن کې دا ارزښمنه ماده هم شته دی. دا حقیقت چې زموږ بدن د ځمکې د تر ټولو ارزښتناک فلز کوچني ذرات خوشې کوي، د انساني بیولوژۍ جالبه ځانګړنه ده. 
ستا وجود څومره سره زر لري؟
د مباح علومو کیسې!
عدنان نجیبي
                        
                    
                    
                    
                    
                    
                                    
                                        
                                            ❤️
                                        
                                    
                                    
                                        1