خوږې خبري
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                February 17, 2025 at 03:20 AM
                               
                            
                        
                            *د "المستطرف لکل فن مستظرف" کتاب لیکوال د "کبوات الجیاد و هفوات الأمجاد" تر عنوان لاندي د ځینو نورو خبرو په لړ کي راوړي چي:* 
*یوه ورځ حضرت قتاده رحمه الله وویل:" ما هیڅ کله هم شی ندی هېر کړی! بیا یې و خپل خادم ته وویل چي: ته هغه زما چوټي/څپلۍ راکړه! خادم یه ورته وویل: صاحبه! څپلۍ خو ستا په پښو دي"!!!*
*مطلب دا چي څه ګړی مخکي یه وویل چي: هیڅ یه ندي هېر سوي او اوس یه خپل څپلۍ هېر وې چي په پښو یه دې!*
*یادونه: کبوات الجیاد د آسونو د غیر منتظره او یو دم د غوځارېدلو په معنی او هفوات الأمجاد د لویو اشخاصو د سبقت لساني په معنی دي.*
*📔منبع: المستطرف فی کل فن مستظرف/۱۰۱ تالیف شهاب الدین بن احمد الابشیهی.*
*✍ابن الطباخ*
*د "خوږو خبرو" واټساپ چینل👇🏻*
 *https://whatsapp.com/channel/0029Vb20VXxFcowDXJvHgJ1e*
                        
                    
                    
                    
                    
                    
                                    
                                        
                                            ❤️
                                        
                                    
                                        
                                            👍
                                        
                                    
                                    
                                        2