خوږې خبري WhatsApp Channel

خوږې خبري

74 subscribers

About خوږې خبري

محترمو ګډونوالو! تاسو د "خوږو خبرو" چینل (کانال) کي هغه څه لولی چي موږ یه د موندلو لپاره سلګونه پاڼي اړولي دي.

Similar Channels

Swipe to see more

Posts

خوږې خبري
خوږې خبري
5/23/2025, 6:31:14 AM

*کچېري مو وس وي، نو د مطالعې او لیکنو لپاره داسي یو مناسب محیط جوړ کړی چې د فصلي سهولتونو په توکو مجهز وي! داسي یو کتابتون چې آرامه فضا ولري! په ښه ډیزاین او لوړ کیفیت کي کتابونه ولري. یقینا چي د مطالعې د کچې په لوړېدو کي مثبت تأثیر لري!!!* *نو ما خو داسي ځای ندی جوړ کړی، البته یو کتاب مې درلود چي زیات راته خوښ ؤ، خو د کتاب د ضخامت له کبله یې پاڼي ټولي سره بېلي سوي وې! که څه هم د کتاب منځپانګه ددغه وړ وه چي بیا بیا ولوستل شي خو د کتاب تیت شوي پاڼي بیا هغه څه وه چي له لوستلو نه به یې په شا کولم.!!!* *تېره ورځ مي څه لګښت باندي وکړ او یو کتاب مې و دوه ټوکه ته وویشل سو، ښه ښایسته فنرونه هم ورته لګول شوي دي. نو چې رښتیا سي ښه زیاته اندازه مې ولوست!!!* *آاا نو. ما ویل دا چې ټول کتابونه ښه کیفیت او ډیزاین ولري، ښه آرام محیط او په فصلي سهولتونو مجهز وي بیا نو ورسره د مطالعې کچه هم لوړېږي.* *"ابن الطباخ"* *https://whatsapp.com/channel/0029Vb20VXxFcowDXJvHgJ1e*

Post image
❤️ 💌 3
Image
خوږې خبري
خوږې خبري
5/25/2025, 8:13:43 AM

*🟣 نوي کلن ژوندی او یو کال ژوند!* *➖ آ ښه تاسو به نو چارلي چاپلین نه پېژنی؟   هغه د بي ږغي سینما اداکار درښیم!  هغه چي غریبک کلونه کلونه ولوبیدی تر څو موږ وپوهوي،  خو موږ ددې پر ځای چي پوه سو یواځي مو ورته وخندل او بس!  نور مو نو خپل ژوند ته د تېر په څېر ادامه ورکړل!  خو بالا مو څه سر په درد راولم،  اوس که یه پېژنی او که نه،  خو دغسي یه ویلي: " ډېر لږ خلګ نوي کاله ژوند کوي،  پاتي نور خلګ ټول یو کال نوي واره تکراروي ".!!!* *✍: "ابن الطباخ"* *https://whatsapp.com/channel/0029Vb20VXxFcowDXJvHgJ1e*

❤️ 1
خوږې خبري
خوږې خبري
5/25/2025, 6:25:01 PM

*جرم ها بینی و خشمی نه آوری!* *ای بقربانت چی نیکو داوري!* *مولانا* *https://whatsapp.com/channel/0029Vb20VXxFcowDXJvHgJ1e*

❤️ 👍 3
خوږې خبري
خوږې خبري
5/25/2025, 1:21:39 PM

*▪️یوه ورځ حجاج بن یوسف الثقفي د بنی عجل د کوم سپین ږېري سره مخ شو! حجاج ورنه تپوس وکړ چي د حکومت واکداران مو څنګه دي؟ سپین ږیري ورته وویل:"د ځمکي پر مخ بد او شریر مسئولین دي! ظلم کوي او د خلکو اموال په زوره أخلي! او بیا حجاج ورنه تپوس وکړ چي حجاج څنګه دی؟ سپین ږیري ورته وویل:"دی؟ د عراق په تاریخ کي ددغه غوندي شریر شخص ندی حاکم شوی! دی او هغه چي دی یې درولی، دواړه دي خدای وشرموي!" حجاج ورته وویل ما پېژنې؟ سپین ږیري وویل: نه! حجاج ورته وویل: زه حجاج یم! سپین ږیري ورته وویل: له تا ځار شم. ته ما پېژنې؟ حجاج وویل: نه! سپین ږیري ورته وویل:" زه فلان د فلان زوی د بنی عجل لیونۍ یم!!! د ورځي دوه ځله مې پیریان نیسي! بیا حجاج وخندل او خپلو ملګرو ته یې وویل چي: ده ته یو څه ورکړئ او رخصت یې کړئ!* *📔منبع: المستطرف فی کل فن مستظرف/۹۲-۹۳تالیف شهاب الدین بن احمد الابشیهی.* *✍ابن الطباخ* *https://whatsapp.com/channel/0029Vb20VXxFcowDXJvHgJ1e*

😂 1
خوږې خبري
خوږې خبري
5/24/2025, 9:12:59 AM

*و تظن أنها النهایة، ثم یُصلح الله کل شئ!* *https://whatsapp.com/channel/0029Vb20VXxFcowDXJvHgJ1e*

😢 1
خوږې خبري
خوږې خبري
5/25/2025, 4:07:12 PM

*▪️هڅه وکړئ تر څو پیغمبري صفات ځان کي زیات کړئ! د ټولني د پوه اشخاصو پوهنه او د هغوی ځانګړتیاوي ومنئ!* *▪️تاسو یقین وکړی چی کچېری مو په ژوند کي د موسی علیه السلام د "هُوَ أَفْصَحُ مِنِّي لِسٰانًا" فلسفه جاري کړی نو رب لایزال به مو هرو مرو د "سَنَشُدُّ عَضُدَکَ" په ډالۍ ونازوي.!!!* *"ابن الطباخ"* *https://whatsapp.com/channel/0029Vb20VXxFcowDXJvHgJ1e*

🌹 💌 💯 3
خوږې خبري
خوږې خبري
5/27/2025, 5:30:13 PM

*▪️هره لاسته راوړنه هم د ویاړ ارزښت نلري؛ ځکه چي ځیني پکښې د زیار په ځاي په تملق او چاپلوسۍ تر لاسه سوي وي.* *╼𖣔 ⃟⃟ ╼𖣔╼ ⃟ ⃟╼𖣔╼ ⃟ ⃟ ╼𖣔╼* *✍ ابن الطباخ.* *https://whatsapp.com/channel/0029Vb20VXxFcowDXJvHgJ1e*

👍 💌 2
خوږې خبري
خوږې خبري
5/26/2025, 12:28:11 PM

*▪️زه خو نه پوهېږم!* *✔️دوی وایی چي: " پیسې مهمه ندي".* *▪️خو ما چي کتلي دي، حتیٰ هغه کتاب هم په پیسو دی، کوم چي نوم یې دی: "هر څه په پیسو ندي".!!!* *"✍ ابن الطباخ"* *https://whatsapp.com/channel/0029Vb20VXxFcowDXJvHgJ1e*

❤️ 2
خوږې خبري
خوږې خبري
5/24/2025, 9:51:32 AM

*🟣 د پېریانو قاضي.* *💠 د سیر أعلام النبلاء لیکوال ـ امام شمس الدین الذهبی رحمه الله ـ لیکلي:* *🔸أبو الیسر ابن عُلاثة رحمه الله لره به ـ قاضی الجن ـ د پېریانو قاضي ویل کېده؛ ځکه چي د انسانانو او پېریانو پر کوم څاه باندي دعوی وه، نو بیا دغه ابو الیسر رحمه الله ددوی تر مینځ داسي فیصله وکړه چي ددغه څاه اوبه یه د ورځي له خوا د انسانانو او د شپې له خوا یه د پېریانو، نو له دغي فیصلې نه وروسته چي به کوم څوک د شپې له خوا و څاه لره د اوبو راوړلو په نیت ورغلی وای نو په کاڼو او تیګو به ویشتل کېدی ـ مطلب دا چي پېریانو به په کاڼو او تیګو ویشتی ـ. ۳۰۹/۷* *🔸 او همداسي: علی بن ابراهیم بن بنت ابی سعد ویلي: ابو الحسن علی بن الحسن الخِلعی به د پېریانو تر مینځ فیصلې کولې. بیا څه موده پېریان وځنډېدل او د کومې دعوی لپاره رانغله. وروسته له څه مودې بیا راغله او ویویل چي: "ستا په کور کي تُرَنْج وو او په کوم کور کي چي تُرَنْج وسي موږ هغه کورته نه ورځو. ۷۵/۱۹* *نوټ: تُرَنْج، په شکل کي د لیمو او په خوند کي د پرتقال غوندي یو قسم میوه ده چي په عربي ژبه کي ورته اترج/اترجه ویل کېږي.* *🔷لیکدود:عربی.* *📚منبع: الجواهر فیما إحتوته سیر أعلام النبلاء من الفوائد والنوادر/۱۸۳-۱۸۴ بزیادة* *✍لیکوال: محمد بن ماجد العسكر ـ الرياض.* *🔄ژباړن: ابن الطباخ* *https://whatsapp.com/channel/0029Vb20VXxFcowDXJvHgJ1e*

❤️ 1
خوږې خبري
خوږې خبري
5/23/2025, 8:33:45 AM

*قالت العرب في أمثالها:"قال الجدار للوتد لم تشقُّني؟ قال:سل مَن یدُقُّنی! قُل لمن ورائي، یترکني ورائي".* *فاکهة الخلفاء و مفاکهة الظرفاء ص: ۴۱ تالیف:أحمد بن محمد بن عربشاه* *https://whatsapp.com/channel/0029Vb20VXxFcowDXJvHgJ1e*

❤️ 1
Link copied to clipboard!