
MoMPAfghnistan
February 26, 2025 at 07:15 AM
*د پلان او پالیسۍ مرستیال د ازبکستان هېواد له پلاوي سره وکتل*
د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال شیخ الحدیث عبدالرحمن قانت د وزارت ستر سلاکار انجنیر وحیدالله حلیمي او یو شمېر رئیسانو د ازبکستان هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشر او مل پلاوي سره د سه شنبې په ورځ ۱۴۰۳/۱۲/۸ نېټې د وزارت د غونډو په تالار کې وکتل.
د پلان او پالیسي مرستیال د ازبکستان هېواد پلاوي ته ښه راغلاست ووایه زیاته یې کړه: د افغانستان او ازبکستان اړیکې د ګډو مشترکو ارزښتونو پر بنسټ ولاړې دي، د اسلامې امارت په راتګ سره ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې ښه زمینه برابره شوې ده، دا چې افغانستان د کاني زېرمو له پلوه یو بډایه هېواد دی د کانونو او پټرولیم وزارت تل هڅه کړې چې ترڅو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې په موخه اسانتیاوې رامنځته کړي.
ازبکستاني پلاوي د کانونو او پټرولیم وزارت له مېلمه پالنې مننه وکړه دغه راز یې د خپلو (۱۰۰۰۰) شرکتونو در لودو خبره وکړه او د افغانستان د کاني زېرمو په ځانګړې توګه د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو، مرمر، ګچ، ډبرو سکاره او په سمنګان ولایت کې د سمنټو د کارخونې د جوړولو په برخه کې خپله لېوالتیا څرګنده کړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال د دوی د لېوالتیا هر کلی وکړ د کانونو د قانون او کړنلارې مطابق یې ورسره د هر راز همکاریو ژمنه وکړه.