داسلامي نشراتو څانګه
داسلامي نشراتو څانګه
February 9, 2025 at 05:38 PM
د یوه صحـابي ځینې پوښتنې سـتر پیغمـبر ﷺ څنګه جواب کـړې؟ ۱- اې پيغمبره ﷺ! په کوم شي ګناه بخښل کيږي؟ رسوالله ﷺ:په اوښکو، عاجزۍ او ناروغۍ سره. ۲- زه غواړم چې ستر عالم سم، څه وکړم؟ رسوالله ﷺ:تقوی' غوره کړه، عالم انسان به سې. ۳- غواړم چې شتمن سم، څه وکړم؟ رسوالله ﷺ:قناعت کوه، مالدار به سې. ۴- غواړم چې یو نېک انسان اوسم؟ رسوالله ﷺ:خلکو ته ګټه رسوه. ۵- غواړم چې عادل انسان سم؟ رسوالله ﷺ:کوم څه چې ځانته خوښوې، هغه نورو ته هم خوښوه. ۶- غواړم چې د اللهﷻ په دربار کې ځانګړی مقام ولرم؟ رسوالله ﷺ:ډېر ذکر کوه. ۷- غواړمه احسان کوونکی واوسم؟ رسوالله ﷺ:اللهﷻ ته داسې عبادت کوه، ګويا ته هغه وينې يا داسې چې هغه تا ويني. ۸- غواړم چې ايمان مې پوره اوسي، څه باید وکړم؟ رسوالله ﷺ:ښه اخلاق ولره. ۹- غواړم چې د اللهﷻ تابع داره انسان سم؟ رسوالله ﷺ:فرايض په کلکه سره ونيسه(مه يې قضا کوه). ۱۰- غواړم چې په قيامت کې په نور(رڼا) سره پاڅېږم؟ رسوالله ﷺ:پر خلکو له ظلمه ځان وساته. ۱۱- غواړم چې اللهﷻ په ما رحم وکړي؟ رسوالله ﷺ:ته پر نورو خلکو رحم کوه. ۱۲- په ګناهونو کې کمی غواړم؟ رسوالله ﷺ:په کثرت سره اِستغفار کوه. ۱۳- غواړم چې د ښه عزت څښتن سم؟ رسوالله ﷺ:خلکو ته لاس نیول پرېږده(سوال، خیرات، او طامع مه کېږه). ۱۴- څنګه مې روزي پراخه کړم؟ رسوالله ﷺ:تل په اوداسه ګرځه. ۱۵- کوم شی د دوزخ اور سړوي؟ رسوالله ﷺ:روژه نيول. ۱۶- کوم څيز د الله ﷻ غصه کموي؟ رسوالله ﷺ:په پټه صدقه او صله رحمي. ۱۷- تر ټولو غټ بد کار کوم دی؟ رسوالله ﷺ:ناسمه رویه او بد اخلاقي. ۱۸- تر ټولو ستره نیکي څه ده؟ رسوالله ﷺ:نېک اخلاق، عاجزي، په غم صبر او رضا بالقضی'. ۱۹- غواړم چې زما ستر او پرده وسي؟ رسوالله ﷺ:ته د نورو خلکو پرده کوه. ۲۰- له رسوايي او شرمندګۍ څخه خلاصېدل غواړم؟ رسوالله ﷺ: له زنا څخه ځان ساته. ۲۱- څه وکړم چې دعاوې مې قبولې سي؟ رسوالله ﷺ: حرام مه خوره. ۲۲- د الله ﷻ له قهر څخه د ځان ساتل غواړم؟ رسوالله ﷺ:په خلکو باندې غصه مه کوه. ۲۳- غواړم چې په الله ﷻ او رسول الله ﷺ یې ګران سم؟ رسوالله ﷺ:کوم څه چې الله ﷻ او پيغمبر ﷺ ته یې ګران دي، هغه خپل محبوب جوړ کړه. ۲۴- غواړم چې د قیامت پر ورځ الله ﷻ ته پاکيزه ور مخکې سم؟ رسوالله ﷺ: له جنابت وروسته سم دستي غُسل کوه.

Comments