
داسلامي نشراتو څانګه
29 subscribers
About داسلامي نشراتو څانګه
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ وَالْعَصْرِ (1) إِنَّ الْإِنسَانَ لَفِي خُسْرٍ (2) إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ (3) پښتو ترجمه: د الله په نوم، چې ډېر مهربان او رحم کوونکی دی. 1. په وخت قسم. 2. بېشکه انسان په تاوان کې دی. 3. پرته له هغو کسانو چې ایمان یې راوړی، نېک عملونه یې کړي، یو بل ته د حق سپارښتنه کوي او د صبر سپارښتنه کوي.
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

په سجده کې ډېري دعاګاني کول: عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: ((أَقْرَبُ مَا يَكُونُ الْعَبْدُ مِنْ رَبِّهِ وَهُوَ سَاجِدٌ فَأَكْثِرُوا الدُّعَاءَ)). 📚رواه مسلم ژباړه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: بنده خپل رب ته په سجده کې ډېر نژدې وي، نو تاسو دعاوي ډېري کوئ. د سجدې یوه دعا دا ده: سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ رَبَّنَا وَبِحَمْدِكَ اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي. 📚رواه مسلم


دا دعا حضرت پیغمبر صلى الله عليه وسلم فرمایلي چې په ویلویې لکه درې سوه شپیته وارې حج و کړې او درې سوه شپیته وارې قرآن ختم کړې او درې سوه شپیته دیناره صدقه ورکړې علاوه په دغو ثوابونو ویونکی یې د غریبی د نکیر ،منکیر مرگ مفاجات څخه ساتل کېږي او پر پل صراط نه به لکه برق تېر شي تنگ قبر ورته پراخه شي د ظالم د ظلم څخه به وساتل شي د ثوابونو ليکل يي په قلم مشکل دي بايد سهار او ماښام هميشه وويل شي. حديث ابوداود، ترمذي بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ الْجَلِيلُ الْجَبَّارُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَاحِدُ الْقَهَّارُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ الْعَزِيزُ الْغَفَّارُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ الكَرِيمُ الْسَتارُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ أَكْبَرُ الْمُتَعَالُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ إِلَهَا وَاحِدًا رَبًّا وَشَهِدًا أَحَدًا صَمَدًا وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ وَلَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ الها وَاحِدًا رَبَّا وَشُهِدًا أَحَدًا صَمَدٌ وَنَحْنُ لَهُ قَانَتُونَ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ إِلَهَا واحدا ربا وشهدا أَحَدًا مَا وَنَحْنُ لَهُ صَابِرُونَ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ مُحَمَّدُ رَسُولُ الله صلى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلى وَلِى اللَّهِ اللهُمَّ إِلَيْكَ وَجْهِيَ وَإِلَيْكَ فَوَضْتُ أَمْرِى وَعَلَيْكَ تَوَكَّلْتُ يَا أَرْحَمَ الرّاحِمِينَ

د لارې حقوق: عن أَبي سعيد الخُدري رضي الله عنه عن النَّبيّ صلى الله عليه وسلم قَالَ: ((إيَّاكُمْ وَالجُلُوسَ في الطُّرُقَاتِ!)) فقالوا: يَا رَسُول الله، مَا لنا مِنْ مجالِسِنا بُدٌّ، نتحدث فِيهَا. فَقَالَ رسولُ الله صلى الله عليه وسلم: ((فَإذَا أبَيْتُمْ إلا المَجْلِسَ، فَأَعْطُوا الطَّريقَ حَقَّهُ)). قالوا: وما حَقُّ الطَّريقِ يَا رسولَ الله؟ قَالَ: ((غَضُّ البَصَرِ، وَكَفُّ الأَذَى، وَرَدُّ السَّلامِ، وَالأمْرُ بِالمَعْرُوفِ، والنَّهيُ عن المُنْكَرِ)). 📚مُتَّفَقٌ عَلَيهِ. ژباړه: نبي علیه السلام وویل چې په لارو کې د کښېنستلو څخه ځان وساتئ(په لاره کې مه کښینئ) ، صحابه کرامو وویل چې یا رسول الله! موږ په لاره کې خبري اتري کوو، په لاره کې کښېنستلو ته اړتیا لرو، نو رسول الله صلی الله وسلم وویل چې که چیري تاسو په لاره د مجلس څخه نه بندېږئ نو د لارې حق ادا کوئ، صحابه و وویل چې د لارې حق څه دي یا رسول الله؟ نبي علیه السلام وویل: د سترګو د نظر کښته کول، د لارې څخه ضرري شي لیري کول، د سلام ویونکی جواب ورکول او په ښو کارونو امر او د بدو کارو څخه منع کول، د لاري حق دی.


ویښونکی حدیث: حُجِبَتِ النَّارُ بالشَّهَواتِ، وَحُجِبَتِ الجَنَّةُ بِالمَكَارِهِ. 📝 مُتَّفَقٌ عَلَيهِ. اور په خوندونو پټ سوی دی او جنت په تکلیفونو پټ دی.


نبي کریم صل الله علیه و سلم فرمايلي دي هغه څوک چې د لمونځ خیال نه ساتي نو الله پاک به يې په (15) ډوله سزاګانو او مصيبتونو اخته کړي ، چي شپږ یې په دنيا کې دي او درې د مرګ په وخت كي ، درې په قبرکې ، او درې سزاګانې یې د قيامت په ورځ د دنيا شپږ سزاګانې يا مصيبتونه 1- په عمر کې يې برکت له منځه ځي، 2- الله تبارک و تعالی يې دعاګانې نه قبلوي، 3- الله پاک به يې د مخ نور واخلي، 4- له هغه څخه به د دنيا ټول مخلوقات کرکه او نفرت کوي، 5- الله پاک د هغې د هيڅ نېک عمل ثواب او اجر نه ورکوي، 6- او هيڅکله د نېکو خلکو په دعاګانو کې نه شامليږي، د مرګ پر مهال درې سزاګانې 1- په ډېرې سختۍ سره مړ کېږي، 2- د ولوږې په حالت کې مړ کېږي، 3- د تندې په حالت کې مړ کېږي، اګر که د بحرونو ټولې اوبه هم وڅښې، د قبر درې سزاګانې 1- الله پاک به يې قبر دومره تنګ کړي چې د ښې او چپې خوا پښتۍ به يې یو په بلې کې ننوځي، 2- الله پاک به يې له سکرو سره يو ځاى په اور کې واچوي، 3- الله پاک به پرې د زړه ور په نامه يو مار مقرر کړي چې له سهار څخه تر ماسپښينه ، له ماسپښين څڅه تر مازيګره او په دغه ترتيب د ټولو لمونځونو د پرېښودلو له امله به يې ټ


د ښځي دپاره قراني امر: وَقَرْنَ فِى بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجٰهِلِيَّةِ الْأُولٰى ۖ وَأَقِمْنَ الصَّلٰوةَ وَءَاتِينَ الزَّكٰوةَ وَأَطِعْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُۥٓ ۚ....... سُوۡرَةُ الاٴحزَاب : ۳۳ ژباړه: پخپلو كورونو کښي مېشتي اوسئ، او د تېر جاهلي دور غوندي سينګار کړي، بې سَتره مه ګرځئ. لمونځ قايم کړئ، زكات ورکړئ او د الله او د هغه د رسول اطاعت وکړئ.


وعن ابن عمر رضي الله عنهما، قَالَ: أخذ رسول الله صلى الله عليه وسلم بِمِنْكَبي، فَقَالَ: ((كُنْ في الدُّنْيَا كَأَنَّكَ غَرِيبٌ أَوْ عَابِرُ سَبِيلٍ)). ژباړه: په دنیا کې داسې ژوند کوه لکه ته چې مسافر او یا په لاره تېرېدونکی یې! رواه البخاري. مطلب: د دنیا ژوند د سفر او د لارې تېرېدو مثال لري، چې په سفر او په لاره تېرېدو باندې انسان خپل هدف ته ځان رسوي، نه دا چې همدلته په سفر او لاره کې پاتېږي!


توبه کښونکي: وعن أنس قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : " كل بني آدم خطاء وخير الخطائين التوابون " . 📚رواه الترمذي وابن ماجه والدارمي. ژباړه: هر د ادم اولاد خطاء کونکی دی او غوره خطاء کونکي توبه کښونکي دي. یعنې: څوک چې د خطاء او ګناه وروسته توبه کاږي، هغه غوره دی.


وګورئ چي قرآن شريف تاسوته څنګه ځان معريفي کوي! چاینل درسره خامخا جواین کړئ د داسې ښه معلوماتو لپاره! ۱--نوم دې څه دی؟ ۱--: بَلْ هُوَ قُرْآنٌ مَجِيدٌ. ۲-- چيرته ترتيب شوى يې؟ ۲-- فِي لَوْحٍ مَحْفُوظٍ. ۳-- د چا له طرفه څخه راغلی يې؟ ۳-- تَنْزِيلٌ مِنْ رَبِّ الْعَالَمِينَ. ۴-- پر چا نازل شوی يې؟ ۴-- نُزِّلَ عَلَىٰ مُحَمَّدٍ. ۵--د چا په واسطه نازل شوی یې؟ ۵-- نَزَلَ بِهِ الرُّوحُ الْأَمِينُ. ۶- په کومه مياشت کي نازل شوی يې؟ ۶-- شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ. ۷-- په کومه شپه نازل شوی يې؟ ۷-- إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ. ۸-- اې قرآنه په کومه ژبه نازل شوی یې؟ ۸-- بِلِسَانٍ عَرَبِيٍّ مُبِين. د ثواب په نیت یې لۀ نورو خلکو سره هم شریک کړئ!!


ددنيا ښځي دحورو څخه افضل دي ؟ حضرت حبان بن ابي جبله ( رحمة الله عليه ) فرمایي : چي ددنيا ښځي کله جنت ته داخليږي نو دوی ته په دنيا کي دنيک عملونو په وجي پر حورو باندي فضیلت وركول كيږي ) يعني څومره ډیر نیک اعمال چي يې کړي وي په هغه اندازه به يې حسن او درجې زياتي وي ) (۲) ددنیا ښځه تر حوري ۷۰۰۰۰) اویا زرګونه افضلي دي فائده : علامه قرطبي ( رحمة الله عليه ) فرمايي: چي داخبره دجناب نبي کریم څخه مرفوعا روایت سوي ده چي ده مبارک ارشاد فرمایه : دنياوي ښځي دحور عين څخه ۷۰۰۰۰ زرګونه افضلي دي ( يعني څومره ښائست چي د حورو دئ دجنتي ښځو ښائست به ددوي دښائست څخه ۷۰۰۰۰ اویا زره چنده زیات وي) دنيکي ښځي عمل داویاو صدیقینو برابردی د حضرت ابن عمر له څخه روایت دی چي نبي کریم الله و فرمايل : چي د مؤمني (صالحي) ښځي عمل داويا و صدیقینو دعمل سره برابر دی او دګناهکارانو د بد عملی په شان دی که موږ وګورو په حدیث شريف کي دنيکي ښځي څومره لویه درجه او مرتبه بیان سوې ده دبدي ښځي ګناه څومره ډېري ګناوي بلل شوي دي .
