
داسلامي نشراتو څانګه
February 9, 2025 at 06:04 PM
ددنيا ښځي دحورو څخه افضل دي ؟
حضرت حبان بن ابي جبله ( رحمة الله عليه ) فرمایي : چي ددنيا ښځي کله جنت ته داخليږي نو دوی ته په دنيا کي دنيک عملونو په وجي پر حورو باندي فضیلت وركول كيږي ) يعني څومره ډیر نیک اعمال چي يې کړي وي په هغه اندازه به يې حسن او درجې زياتي وي ) (۲) ددنیا ښځه تر حوري ۷۰۰۰۰) اویا زرګونه افضلي دي
فائده : علامه قرطبي ( رحمة الله عليه ) فرمايي: چي داخبره دجناب نبي کریم څخه مرفوعا روایت سوي ده چي ده مبارک ارشاد فرمایه : دنياوي ښځي دحور عين څخه ۷۰۰۰۰ زرګونه افضلي دي ( يعني څومره ښائست چي د حورو دئ دجنتي ښځو ښائست به ددوي دښائست څخه ۷۰۰۰۰ اویا زره چنده زیات وي)
دنيکي ښځي عمل داویاو صدیقینو برابردی
د حضرت ابن عمر له څخه روایت دی چي نبي کریم الله و فرمايل : چي د مؤمني (صالحي) ښځي عمل داويا و صدیقینو دعمل سره برابر دی او دګناهکارانو د بد عملی په شان دی که موږ وګورو په حدیث شريف کي دنيکي ښځي څومره لویه درجه او مرتبه بیان سوې ده دبدي ښځي ګناه څومره ډېري ګناوي بلل شوي دي .
