داسلامي نشراتو څانګه
داسلامي نشراتو څانګه
February 9, 2025 at 06:11 PM
د لارې حقوق: عن أَبي سعيد الخُدري رضي الله عنه عن النَّبيّ صلى الله عليه وسلم قَالَ: ((إيَّاكُمْ وَالجُلُوسَ في الطُّرُقَاتِ!)) فقالوا: يَا رَسُول الله، مَا لنا مِنْ مجالِسِنا بُدٌّ، نتحدث فِيهَا. فَقَالَ رسولُ الله صلى الله عليه وسلم: ((فَإذَا أبَيْتُمْ إلا المَجْلِسَ، فَأَعْطُوا الطَّريقَ حَقَّهُ)). قالوا: وما حَقُّ الطَّريقِ يَا رسولَ الله؟ قَالَ: ((غَضُّ البَصَرِ، وَكَفُّ الأَذَى، وَرَدُّ السَّلامِ، وَالأمْرُ بِالمَعْرُوفِ، والنَّهيُ عن المُنْكَرِ)). 📚مُتَّفَقٌ عَلَيهِ. ژباړه: نبي علیه السلام وویل چې په لارو کې د کښېنستلو څخه ځان وساتئ(په لاره کې مه کښینئ) ، صحابه کرامو وویل چې یا رسول الله! موږ په لاره کې خبري اتري کوو، په لاره کې کښېنستلو ته اړتیا لرو، نو رسول الله صلی الله وسلم وویل چې که چیري تاسو په لاره د مجلس څخه نه بندېږئ نو د لارې حق ادا کوئ، صحابه و وویل چې د لارې حق څه دي یا رسول الله؟ نبي علیه السلام وویل: د سترګو د نظر کښته کول، د لارې څخه ضرري شي لیري کول، د سلام ویونکی جواب ورکول او په ښو کارونو امر او د بدو کارو څخه منع کول، د لاري حق دی.
Image from داسلامي نشراتو څانګه: د لارې حقوق:  عن أَبي سعيد الخُدري رضي الله عنه عن النَّبيّ صلى الله ع...

Comments