زابل ملی راديوتلویزیون
February 3, 2025 at 03:24 PM
نن د زابل امنیه قوماندان قاري صلاح الدین ایوبي د مرکز قلات د څلورو امنیتي حوزو د آمرینو سره د امنیتې تدابرو د لا منظم والي په موخه ناسته وکړه.
د یاد مجلس پر مهال امنیه قوماندان ښاغلي ایوبي راغلي مسئولینو ته په امنیتې چارو او اړوند ټولو اموراتو کي د لا سمون په تړاو لازمي لارښوني وکړې ښاغلي ایوبي ټینګار وکړ چې د امنیت ټینګښت، د اولسونو سره ښه چلند، او دوی ته د ښه امنیت تامینول ،د مشرانو اطاعت، د اسلامي شریعت او قانون تطبیق لومړیتوب دی.
د امنیتي حوزو مسؤلینو هم خپل ګذارشونه او لاسته راوړنې وړاندي او ډاډ یي ورکړ چې په دې ولایت کې د امنیت د لا ښه والي په موخه ټولي امنیتي حوزې اولسونو ته د ډاډمني امنیتي فضاء په برابرولو کې هلي ځلې نه سپموي،ترڅو خلګ په ارامه او ډاډ منه فضاء کې د ژوند چاري مخته یوسي.