زابل ملی راديوتلویزیون WhatsApp Channel

زابل ملی راديوتلویزیون

391 subscribers

About زابل ملی راديوتلویزیون

دا د زابل ملی رادیو تلویزیون واټساپ چینل دی چي دسیمي او نړۍ ،تازه،دقیق،او کره خبرونه پکښې خپریږي !

Similar Channels

Swipe to see more

Posts

زابل ملی راديوتلویزیون
زابل ملی راديوتلویزیون
5/11/2025, 4:31:57 PM

د زابل والي په ناڅاپي توګه د ولایتي روغتون څخه لیدنه وکړه د زابل والي ملا شیر محمد شریف نن له ماښام وروسته په ناڅاپي ډول د زابل ولایتي روغتون څخه په داسي حال کې لیدنه وکړه چې یو شمېر نورو مسؤلینو یې هم ملتیا کول. محترم شریف د روغتون له بېلابېلو څانګو، خونو، او وارډونو څخه لیدنه وکړه، د ناروغانو حال یې وپوښت، له دوی سره یې له نژدې خبرې وکړې او د دوی د درملنې او د ښه خدماتو تر سره کولو اړوند یې د ولایتي روغتون کارکوونکو او ډاکټرانو ته هدایت او سپارښتني وکړي. نوموړي له یو شمیر بې‌وزلو ناروغانو سره نغدي مرسته وکړه او ډاډ یې ورکړ چې دوي به لا هم په دې برخه کې خپله همکاري ونه سپموي. محترم شریف وویل چې روغتیايي خدمتونه باید له ځنډ او توپیر پرته او پر وخت تر سره شي، نوموړي زیاته کړه چې ولایتي اداره به د روغتون د امکاناتو د ښه‌والي لپاره لا هم هڅه وکړي.

زابل ملی راديوتلویزیون
زابل ملی راديوتلویزیون
5/11/2025, 5:05:11 AM

زموږ سره د ټلیګرام پر لاندي لینک یو ځای کیدایسی.👇 https://t.me/+iM9Hc8WwSt5mM2Rl

زابل ملی راديوتلویزیون
زابل ملی راديوتلویزیون
5/11/2025, 4:31:59 PM
Post image
❤️ 1
Image
زابل ملی راديوتلویزیون
زابل ملی راديوتلویزیون
5/11/2025, 4:31:58 PM
Post image
Image
زابل ملی راديوتلویزیون
زابل ملی راديوتلویزیون
5/11/2025, 3:21:53 AM

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د استخباراتو د مسولینو لپاره په جوړ شوي یوه ورځني سمینار کې ګډون او وینا وکړه. د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي، چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی په دغه روزنیز او اصلاحي سمینار کې د استخباراتو پر ارزښت او اړتیا ارزښتناکه وینا وکړه او استخبارات یې د حکومت د ملا تیر وباله. عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ویلي، چې د اسلامي نظام استخبارات مکلفیت دی، څو ټول هغه ښکاره او پټ فکري او تخریبي پلانونه شنډ کړي چې د اسلامي نظام دښمنان یې پلانوي او غواړي چې د اسلامي نظام په خلاف یې عملي کړي. عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله زیاته کړې، استخبارات باید هیچا ته اجازه ورنه کړي، چې په ښکاره او پټه د اسلامي او دیني شعایرو سپکاوی وکړي، استخبارات د نورو ادارو سره په ګډه باید د شریعت په تطبیق او خلکو د ذهنونو په جوړلو کې ډېر کوښښ وکړي. دغه راز عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله له خلکو سره په رحم کولو، له ولس سره په ښه چلند کولو، په شبهاتو د خلکو نه نیولو، د بندیانو سره په ظلم نه کولو او د راز پټولو سربېره په شریعت د استقامت کولو لپاره د استخباراتو مسولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې. #ملي‌تلویزیون

زابل ملی راديوتلویزیون
زابل ملی راديوتلویزیون
5/11/2025, 4:31:59 PM
Post image
Image
زابل ملی راديوتلویزیون
زابل ملی راديوتلویزیون
5/11/2025, 5:05:26 PM
Post image
Image
زابل ملی راديوتلویزیون
زابل ملی راديوتلویزیون
5/11/2025, 5:05:25 PM

یو شمېر زابلي تجارانو او د اتحادیو مسؤلینو د زابل والي ملا شیر محمد شریف سره وکتل. د تجارت خوني مسؤل حاجي عبدالقادر د یادي ناستي پر مهال وویل چې د امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري ورته د فوق‌العاده اطاق تجارت خونه منظوره سوې، چې له امله یې د دوی ګڼې ستونزې حل سوې دي. ورپسې یو شمیر نورو تجارانو هم په خپل نوبت خبري وکړي او د بادیني بارډر د رسمي پرانیستې، د مرکز قلات څخه تر شملزو ولسوالی او بارډر پوري د سړک په اساسي ډول جوړول، همدارنګه د اوړو د منډیی ته پراختیا ورکول او په اساسي ډول جوړول، د ملي تجارانو لپاره د صنعتي ښارګوټي جوړول، د ددې تر څنک د مرکز قلات لپاره یو تفریحي پارک جوړول، او یو شمېر نورو مهمي اړتیاوي شریکې کړې. محترم شریف د ټولو ستونزو او وړاندیزونو اورېدلو وروسته وویل چې هېوادونه یواځې د حکومتونو له لوري نه، بلکې د ولس په مرسته جوړېږي. نوموړي زیاته کړه که ولس له حکومت سره همکاري وکړي، هېواد به ودان او پرمختګ به یقیني سي. ښاغلي شریف ټینګار وکړ چې د زابل د پرمختګ، ښکلا، او د تجارتي فعالیتونو د پراختیا لپاره به ګډ کار کوي او عملي ګامونه به اخلي، ښاغلي شریف وویلل،"زموږ لومړیتوب به لا هم امنیت وي، د امنیت د ټينګښت سره به تاسې وتوانېږی چې خپل ژوند، کاروبار او نور فعالیتونه په ډاډه زړه پرمخ یوسی." نوموړي د تجارانو له همکارۍ مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې ولایتي اداره به ورسره هر اړخیزه همکاري کوي او د دوی ستونزي به حل کوي.

👍 1
زابل ملی راديوتلویزیون
زابل ملی راديوتلویزیون
5/11/2025, 3:22:20 AM

د الجزیرې د راپور پر بنسټ تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه تړانګه د صهیونیستي رژیم په بریدونو کې د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۱ فلسطینیان شهیدان شوي دي. راپور کې راغلي، چې دغه بریدونه د غزې په ښار، دیرالبلاح او رفح کې د کډوالو په پنډغالو شوي دي. دغه بریدونه داسې مهال کېږي، چې اشغالګرو اسرائیلو له تېرو دوو میاشتو راهیسې غزې ته د هر ډول بشري مرستو د لېږد مخنیوی کړی او د ۲.۳ میلیونه فلسطیني وګړو ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی. #ملي‌تلویزیون

زابل ملی راديوتلویزیون
زابل ملی راديوتلویزیون
5/10/2025, 11:52:21 AM

نن د زابل نوي والي ملا شېر محمد شریف د مرستیال والي مولوي محب‌الله حماس په شتون کې د ولایت مقام د ټولو کارکوونکو سره د معرفت ناسته وکړه. مرستیال والي محترم مولوي محب‌الله حماس وینا وکړه، د ادارې د کاري لائحو، دندو، مسئولیتونو او واکونو په اړه یې مفصل معلومات وړاندې کړل، نوموړي څرګنده کړه چې د ولایت مقام ټول کارمندان د اسلامي اصولو په رڼا کې، د اطاعت، نظم او خدمت له روحیې سره سم خپلې دندې ترسره کوي. ښاغلي حماس وویل کارمندان د حاضري پابند، له هر ډول غیر اصولي کړنو او اداري فساد څخه پاک دي، او د مراجعینو ستونزو ته په اصولي، قانوني او مسؤلانه توګه رسېدنه کوي، ښاغلي حماس همداراز د کارکوونکو له لوري د پوره همکارۍ او ژمنتیا ډاډ څرګند کړ. وروسته، د زابل والي ملا شېر محمد شریف د ولایت مقام له ټولو کارمندانو مننه وکړه چې د اسلامي نظام په چوکاټ کې، د صداقت او اخلاص له مخې خپلې دندې ترسره کوي. والي له ټولو کارمندانو وغوښتل چې لا زیات متوجه، مسئولانه، او د اصولو مطابق خپل مکلفیتونه پر ځای کړي. محترم شریف د خپلې ج،ه،ا،د،ي دورې ځینې ارزښتناکې خاطرې هم له ګډونوالو سره شریکې کړې، او ویې ویل چې اوسنی اسلامي نظام د زرګونو شهیدانو په قربانیو، وینو، زحمتونو او کړاؤنو رامنځته شوی دی، نو باید د ټول ملت، په تېره د دولتي کارکوونکو له خوا د دې نظام د لا پیاوړتیا او ساتنې لپاره هڅې وسي. نوموړي سپارښتنه وکړه چې کارکوونکي باید د خپل مسؤلیت او اصولو مطابق دندو ته متوجې وي، د شخصي اړیکو یا فشارونو تر اغېز لاندې رانسي، او د خالص نیت او ایماني روحیې سره خلکو ته د خدمت بهیر ته دوام ورکړي. غونډه د دوعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

Link copied to clipboard!