زابل ملی راديوتلویزیون
February 5, 2025 at 03:03 PM
نن د زابل ولایت امنیه قوماندانی د اداري مجلس نوبتي غونډه ددې ولایت د امنیه قوماندان قاري صلاح الدین ایوبي په مشرۍ ترسره سوه.
یاد مجلس کې د امنیه قوماندانۍ د داخلي مدیریتونو، مستقلو آمریتونو ، د قلات ښار امنیتي حوزو ، او اړوند جزوتامونو مسئولینو او لوړ پوړو منسوبینو حضور درلود.
د جوړي سوې غونډي پر مهال امنیه قوماندان ټولو مسئولینو ته په اداري او امنیتې برخه کې لازمي لارښوني وکړې ،ښاغلي ایوبي اړوند مسولینو ته لارښونه وکړه چي تر هر څه باید ښاري نظم او د ترافیکي وسایطو کنټرول او تنظیم ته لا هم زیاته توجه وکړئ.
نوموړي زیاته کړه چې د امنیت لاښه پیاوړتیا او د عامو خلګو ورځنیو کارونه ته پر وخت د رسیدني تر څنګ د امنیت لا ښه ساتل یې له لومړیتوبونو څخه دي هر مسئول باید د اړوند مواردو خپلي هڅې ونه سپموي.