زابل ملی راديوتلویزیون
February 6, 2025 at 10:43 AM
نن د زابل ولایت امنیه قوماندان قاري صلاح الدین ایوبي په ناڅاپي توګه د امنیه قوماندانۍ د تورنو کسانو د نظارت خوني څخه لیدنه وکړه او د تورونو کسانو ستونزي یې له نژدې واوریدې.
ښاغلي ایوبي د نظارت خوني مسئولینو ته لارښونه وکړه چې د اسلامي او انساني حقونو په چوکاټ کې د تورنو کسانو د خوراک، څښاک او د اوسیدلو ځای نظافت او تنظیم ته لا هم پاملرنه وکړي ښاغلي ایوبي تورنو کسانو ته بشپړ ډاډ ورکړ چې د اصولو له مخې به ورته هر ډول اسانتیاوي برابره کړي او هر رنګه حقوق به یې په بشپړه توګه خوندي وي.
❤️
2