زابل ملی راديوتلویزیون
زابل ملی راديوتلویزیون
February 6, 2025 at 11:26 AM
د زابل ولایت د عامې روغتیا ریاست کې د واکسین د کتلوي معافیت پروګرام اړوند غونډه د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر میرویس افغان، په مشرۍ ترسره سوه. غونډه کې د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر حکیم الله سجاد، د روغتیا په برخه کې د همکارو بنسټونو استازو ګډون کړی وو. ښاغلي سجاد وویل چې د موسمي او ساري ناروغیو مخنیوي لپاره باید واکسین په ټول ولایت کې تطبیق سي، څو د ناروغیو خپریدنه ودرول سي او له لویو فاجعو څخه مخنیوی وسي. همدا راز د ښاغلي افغان د لېرې پرتو سیمو د اوسېدونکو لپاره د واکسین رسولو اړتیا ته اشاره وکړه او تاکید یې وکړ چې باید ټولو ولسوالیو ته پر وخت واکسین ورسیږی. د غونډي ګډونوالو هم ژمنه وکړه چې خپلې ټول امکانات به کاروي تر څو د واکسین تر ټولو ماشومانو پوري واکسین ورسوي.

Comments