
زابل ملی راديوتلویزیون
February 8, 2025 at 06:19 AM
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د رزمي ورزشونو د فدراسیون اړوند دK1 کیک بوکسنګ د سبک د استازولي له لوري په شاجوی ولسوالي کې د دوه کلبونو څخه د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ دځوانانو ، نوي ځوانانو او لویانو په عمري کټګوریو کې د K1 کیک بوکسنک سیالۍ ترسره سوې.
په دغو سیالیو کې د استاد رؤفي او استاد شمس الحق د کلبونو ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پايله کې د رؤفي د کلب ورزشکارانو لومړی مقام خپل کړ.
دا سیالۍ دK1کیک بوکسنګ لوبې ته د ودې ورکولو او دکلبونو تر منځ دیووالي په موخه د دوو ورځو لپاره ترسره سوې.