زابل ملی راديوتلویزیون
February 8, 2025 at 02:47 PM
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست سبا( یکشنبه، د سلواغې ۲۱مه) د سالنګونو په ګډون په هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، روزګان، دایکندي، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، بامیان، میدان وردګ، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، جوزجان، بلخ، پروان، بغلان او پنجشیر ولایتونو کې د واورې او بارانونو د ورښت او د شدیدو بادونو اټکل کړی دی.
د دې ریاست په وینا؛ د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۵ څخه تر ۳۵ ملي مترو پورې او د واورې کچه له ۱۰ څخه تر ۴۰ سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.