
♥ددیني معلومــــاتو څانګه💜
February 14, 2025 at 03:37 AM
*دحکیم الاسلام قاری محمدطیب قاسمی صاحب رح ملفوظ*
*بې تربیته علماء دفتنو سبب ګرځی!*
داپه تجربه سره ثابته ده چې په نړۍ کې هر څومره مذهبې فتنې خپرې سویدی ، دا زیاتی دهغو عالمانو له خوا خپرې سویدی کوم چې صحبت دنیک شخص اوتربیت یې ندی لرلی ، د قرآن شریف او حدیثو یواځی الفاظ د دوی مخته پراته وی ، خو دتېروسوو مشرانو اسلافو هغه رنګ د دوی په زړونو کې نشته، کوم چې به دبزرګانو سره وو، نو له همدې امله، فتنه له دوی څخه ډیره خپریږي. هغه عالم چی دبزرګانو په صحبت کی یې زیات وخت تېرکړی وی او ددیانت لوړی کچی ته رسیدلی وی دهغه څخه فتنه نه خپريږی ـ ډیری ستونزې
جوړونکي اوفتنه اچونکی هغه کسان وی چې پوهه لري عالم وی مګر دنیک کس ملګرتیا یې نوی کړی ، دهغه اخلاق سم نوی ، دوی په خپلو اخلاقو کی پاخه نوی ، او د دوی دخبرو څخه اکثره دبې احترامي او سپکاوی فتنه خپریږی.
د حکیم الاسلام خطبې، ۱۲ جلد (۱۷۶)
ــــــــــــــــــ
ژباړه اوترتیب: حکمت الله راغب