
♥ددیني معلومــــاتو څانګه💜
10 subscribers
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

*دحکیم الاسلام قاری محمدطیب قاسمی صاحب رح ملفوظ* *بې تربیته علماء دفتنو سبب ګرځی!* داپه تجربه سره ثابته ده چې په نړۍ کې هر څومره مذهبې فتنې خپرې سویدی ، دا زیاتی دهغو عالمانو له خوا خپرې سویدی کوم چې صحبت دنیک شخص اوتربیت یې ندی لرلی ، د قرآن شریف او حدیثو یواځی الفاظ د دوی مخته پراته وی ، خو دتېروسوو مشرانو اسلافو هغه رنګ د دوی په زړونو کې نشته، کوم چې به دبزرګانو سره وو، نو له همدې امله، فتنه له دوی څخه ډیره خپریږي. هغه عالم چی دبزرګانو په صحبت کی یې زیات وخت تېرکړی وی او ددیانت لوړی کچی ته رسیدلی وی دهغه څخه فتنه نه خپريږی ـ ډیری ستونزې جوړونکي اوفتنه اچونکی هغه کسان وی چې پوهه لري عالم وی مګر دنیک کس ملګرتیا یې نوی کړی ، دهغه اخلاق سم نوی ، دوی په خپلو اخلاقو کی پاخه نوی ، او د دوی دخبرو څخه اکثره دبې احترامي او سپکاوی فتنه خپریږی. د حکیم الاسلام خطبې، ۱۲ جلد (۱۷۶) ــــــــــــــــــ ژباړه اوترتیب: حکمت الله راغب

څلوریزه: تلو ـ راتلو سـره زیاتـــــــــــــیـږي نـه هیـڅ مینـه چې زړګي کې څوک ودان شي بیا نو ګران شي زمــــونږ کالـــه کې بېل حساب او بېل کتاب دی څوک چې خاورو ته روان شي بیا نو ګران شي خالد تسل

د هلمند ولایت د رمضان میاشتي د پیشلمي او روژه ماتي د وختونو جدول! *خپلو ټولو ملګرو ته ولیږئ .*🩷


*رقم الاستفتاء [۶۸۸]بتاریخ: ۴/ ۹/ ۱۴۴۵ هـ قـ* *المستفتي : مولوی ابوخالد صاحب* *مسئله: په روژه کی وختي په تاریکه کی دسهار لمونځ په جماعت سره کول څه حکم لري ؟* *څه فرمایې علماء کرام په دې مسئله کي کچيري په روژه کي د سهار لمونځ تر صبح صادق وروسته دستي ادا نه سي او تر روښنایې پوري وځنډول سي نو د ډيرو خلکو څخه هم جماعت تېريږي او په بعضي اوقاتو کي خو د بعضي خلکو څخه لمنځونه قضاء کيږي هم، نو بناءً د سهار لمونځ تر صبح صادق وروسته دستي اداء کول سنګه دي؟* *الجواب بتوفيق الملک الوهاب*: *محترمه وروره ستاسو د پوښتني په جواب کي بايد ووايو چي اصلا خو د سهار په لمانځه کي افضله طريقه داده چي په روښنايې کي وسي ځکه عليه الصلوة والسلام فرمايې (اسفروا بالفجر فانه اعظم للاجر) او هم دارنګه زموږ د مذهب فقهاؤ دا خبره رانقل کړې ده چي د سهار لمونځ په روښنایی کي ډېر فضيلت لري، البته یو دسهار لمونځ دحاجیانو لپاره په مزدلفه کي په تیاره کي کول افضل دي .* ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ {1} (الفتاوی الهندية) [ج ١ / ٥١-٥٢] کتاب الصلوة الباب الاول في المواقيت الصلوة ( الفصل الثاني في بيان فضيلة الاوقات) {2}وکذا فی المحيط البرهاني : قال أصحابنا رحمهم الله الإسفار بالفجر أفضل في الأزمنة كلها إلا صبيحة يوم النحر للحاج بالمزدلفة، فإن هناك التغليس أفضل {2} ( المحيط البرهاني ) ( ج ۱ / ص ۲۷۴ »كتاب الصلاة الفصل الثاني في بيان فضيلة الاوقات *اما داچي په نن عصر کي دا رواج ګرزېدلي دي چي خلک د پېشلمي څخه وروسته دستي بيديږي او بيا د جماعت د تېرېدو خطره هم وي او د لمانځه د قضاء کېدو خطره هم وي نو په هم دي خاطر د سهار لمونځ په روژه کي د صبح صادق تر راختلو وروسته دستي کول پروا نه کوي ځکه په دې به کثرت د جماعت هم راسي، البتة د سهار لمونځ به د وقت تر داخلېدو وروسته لس يا پنځلس دقيقې وروسته کوي چي صبح صادق ښه يقيني سي، بيا هم که چا فورا لمونځ وکي لمونځ به يې وسي. والله سبحانه وتعالی اعلم.* مولانا محمد تقي عثماني عفی الله عنه فتوی نمبر (٣٠/١٦٨٠و) وکذا مثله فی فتاوی محموديه (ج ١/ ص ١٦٢) وکذا مثله في مسائل رفعت قاسمي (ج ١/ ص ٨٥) کتبه : مولوی فيض الله "حذيفه"صاحب رکن رسمي مجلس دارالافتاء لوی کندهار افغانستان