♥ددیني معلومــــاتو څانګه💜
♥ددیني معلومــــاتو څانګه💜
March 1, 2025 at 06:24 AM
*رقم الاستفتاء [۶۸۸]بتاریخ: ۴/ ۹/ ۱۴۴۵ هـ قـ* *المستفتي : مولوی ابوخالد صاحب* *مسئله: په روژه کی وختي په تاریکه کی دسهار لمونځ په جماعت سره کول څه حکم لري ؟* *څه فرمایې علماء کرام په دې مسئله کي کچيري په روژه کي د سهار لمونځ تر صبح صادق وروسته دستي ادا نه سي او تر روښنایې پوري وځنډول سي نو د ډيرو خلکو څخه هم جماعت تېريږي او په بعضي اوقاتو کي خو د بعضي خلکو څخه لمنځونه قضاء کيږي هم،  نو بناءً د سهار لمونځ تر صبح صادق وروسته دستي اداء کول سنګه دي؟* *الجواب بتوفيق الملک الوهاب*: *محترمه وروره ستاسو د پوښتني په جواب کي بايد ووايو چي اصلا خو د سهار په لمانځه کي افضله طريقه داده چي په روښنايې کي وسي ځکه عليه الصلوة والسلام فرمايې (اسفروا بالفجر فانه اعظم للاجر) او هم دارنګه زموږ د مذهب فقهاؤ دا خبره رانقل کړې ده چي د سهار لمونځ په روښنایی کي ډېر فضيلت لري، البته یو دسهار لمونځ دحاجیانو لپاره په مزدلفه کي په تیاره کي کول افضل دي .* ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ {1} (الفتاوی الهندية) [ج ١ / ٥١-٥٢] کتاب الصلوة الباب الاول في المواقيت الصلوة ( الفصل الثاني في بيان فضيلة الاوقات) {2}وکذا فی  المحيط البرهاني : قال أصحابنا رحمهم الله الإسفار بالفجر أفضل في الأزمنة كلها إلا صبيحة يوم النحر للحاج بالمزدلفة، فإن هناك التغليس أفضل {2} ( المحيط البرهاني ) ( ج ۱ / ص ۲۷۴ »كتاب الصلاة الفصل الثاني في بيان فضيلة الاوقات *اما داچي په نن عصر کي دا رواج ګرزېدلي دي چي خلک د پېشلمي څخه وروسته دستي بيديږي او بيا د جماعت د تېرېدو خطره هم وي او د لمانځه د قضاء کېدو خطره هم وي نو په هم دي خاطر د سهار لمونځ په روژه کي د صبح صادق تر راختلو وروسته دستي کول پروا نه کوي ځکه په دې به کثرت د جماعت هم راسي، البتة د سهار لمونځ به د وقت تر داخلېدو وروسته لس يا پنځلس دقيقې وروسته کوي چي صبح صادق ښه يقيني سي، بيا هم که چا فورا لمونځ وکي لمونځ به يې وسي. والله سبحانه وتعالی اعلم.* مولانا محمد تقي عثماني عفی الله عنه فتوی نمبر (٣٠/١٦٨٠و) وکذا مثله فی فتاوی محموديه (ج ١/ ص ١٦٢) وکذا مثله في مسائل رفعت قاسمي (ج ١/ ص ٨٥) کتبه : مولوی فيض الله "حذيفه"صاحب رکن رسمي مجلس دارالافتاء لوی کندهار افغانستان

Comments