🌷دهــــدایــــت لاره🌷
🌷دهــــدایــــت لاره🌷
February 2, 2025 at 09:20 AM
{75}  د أسلام د سپيڅليو أتلانو سيرت او  د هغوي د‌ غيرت شهامت جهادونو ‌ او تقویٰ  قِصِې" (75)برخه" خالد‌ بن وليد رضي الله عنه خپلو ملگرو ته وويل ماسره نژدي شي او خپل مريه همام ته يي وويل دا دقنسرين والي درسره ټينگ وتړه صحابه کرام رضي الله عنهم دهغه شاوخوا نژدې شول عبدالرحمن بن  ابي بکر رضي الله عنه يي ښي اړخ ته او رافع بن عمير الطائي رضي الله عنه يي کيڼ اړخ ته شو همام يي شاته روان ؤو ۔ نصراني عربانو دهغوي په طرف رانژدی کيدل جبلة بن ايهم  يي مخ ته روان ؤو د‌ سرو زرو صليب يي په غاړه کې ؤو د مرغلرو په ځنځيرو کي ځوړند ؤو وريښمينی جامي چي د سروزرو اوبه ورکول شوي وي په تن وي د سرو زرو فولادي خولۍ يي په سر وه په تاج کي يي هم صليب ودرولي ؤو اوږده نيزه ورسره وه چي څوکه يي لکه بلپ ځليده دعموريه والي هم لکه غټ سنډا راروان ؤو هر طرف يي غټ غټ رومي پهلوانان روان وه د عموريه والي چي خالد بن وليد رضي الله عنه ته وکتل چي د قنسرين والي لوقاء يي بندي کړي نو وويريدلو چي ژر يي مړ نکړي نو جبلة بن ايهم ته ورغي هغه ورته وويل زما دي په مسيح قسم وي دغه عربان هم لکه شيطانان دغسي دي ته دوي ته وگوره لس نفره لسو زرو محاصره کړي پروا يي هم نشته او نه دويري احساس کوي ته دغه عربانو سره په خبره پوهيږې ورته ووايه دغه والي د هرقل خاص عزتمند سړي دي را خوشي يي کړۍ مونږ به ورسره دا نيکي وکړو چي لاره ورته خوشي کړو کله چي دوي زمونږ د هرقل خاص والي راخوشي کړو بيا به ورباندي حمله وکړو او ټول به ووژنو ۔ رافع‌ بن عمير الطائي رضي الله عنه فرمايي مونږ سره نه ويره وه او نه يي  قيصه کي ؤو چي جبلة بن ايهم چغي کړي اي د محمد صلي الله عليه وسلم ملگرو تاسو کي څوک صحابي او څوك تابعي شته مونږ ته له هغي وړاندي خبر راکړي چي بريد درباندي وکړو خالد بن وليد رضي الله عنه ورته وويل مونږ د مختلفو قبيلو او قومونو يو مونږ ټول يو هدف لرو مونږ څوك تقسيم کولاي نشي مونږ په کلمه طيبة سره راټول يو جبلة بن ايهم چي د خالد بن وليد رضي الله عنه خبري واوريدي زيات په غصه شو ځکه دهغه له خبرو هيڅ د ويری احساس نه کيدلو جبلة بن ايهم بيا ورته وويل ايا ته ددوي امير يي خالد بن وليد رضي الله عنه ورته وويل زه امير نه بلکه ددوي ورور يم زه خالد بن وليد رضي الله عنه يم  ښي لاس ته مي عبدالرحمن بن ابي بکر رضي الله عنه دي کيڼ لاس ته مي د يمن دطئ قبيلي عزتمند شخص رافع بن عمير الطائي دي چي زما زوم هم دي او دا نور هم نامتو أتلان دي تاسو په خپل ډيروالي مه نازيږۍ  ستاسي مثال دهغه مرغيو دي چي څوک جال پري خپور کړي په نصيب به کومه مرغۍ تري خلاصيږې ۔ د خالد بن وليد رضي الله عنه په خبرو جبلة بن ايهم نور هم په غصه شو هغه وويل تاسو چي کله زمونږ د نيزو وارونه ووينۍ نو معلومات به درته وشي چي په دغه دشته بيابان کي مو غوښي او  هډوکي د ځناورو د خوراك شي خالد بن وليد رضي الله عنه ورته وويل مونږ ته دغه کار اسانه دي خبيثه ته هغه بیشرمه عرب يي چي د صليب عبادت کوي زمونږ پوزه دي خړه کړه جبلة بن ايهم ورته وويل زه دغسان د سرتاج او د يمن بادشاه يم ۔ خالد بن وليد رضي الله عنه ورته وويل  زه دي ښه پيژنم ته هغه مرتد شوي بيشرمه مشر يي چي دنيا دي خوښه او اخرت دې خراب کړو عزت دي وبايلودو  او ذلت دي په برخه شو ۔ جبلة بن ايهم وويل اي  خالد بن وليد رضي الله عنه ډيري خبري مکوه مونږ چې بريد نه کوو فقط دهغه اسير له وجې يي نه کوو چي ستاسي په لاس دي که مونږ بريد وکړو تاسو به هغه ووژنۍ نوموړي د هرقل په وړاندي ډير درنښت لري تاسو يي مونږ ته راخوشي کړي مونږ به دا ځواني درسره وکړو چي تاسو ته د وتلو لار درکړو خالد بن وليد رضي الله عنه ورته وويل مونږ خو بندي هيڅکله نه خوشي کوو او تا د بريد خبره وکړه نو دا  ډيره بي انصافي ده چي لس کسانو باندي لس زره کسان بريد کوي ځوانمردي خو داده چي يو يو ميدان ته سره ووځو چی معلومه شي څوك بهادر دي که تاسو مونږ ووژلو خپل اسير به درته پاتي شي که مونږ بريالي شو نو بيا تاسو ته مرگ ښه دي ۔ د عموريه والي چي د خالد بن وليد رضي الله عنه خبري واوريدلي هغه زيات په غصه شو توره يي را وويستله غوښتل يي حمله وکړي خو جبلة بن ايهم ونيوو تر خپل صليب لاندي يي ودراوه پخپله راوړاندي شو هغه خالد بن وليد رضي الله عنه ته وويل دوي رومي خلك په انصاف نه پوهيږې ښه خبره داده چي يو يو به سره مبارزي ته راوځي اخر به پخپله فيصله وشي ۔ رافع بن عميره الطائي رضي الله عنه فرمايي خالد بن وليد رضي الله عنه اراده وکړه چي خپله ميدان ته ووځي خو عبدالرحمن بن ابي بکر رضي الله عنه ورته قسم وخوړ چي ته به نه ورځې زه به ور وځم بيا عبدالرحمن بي ابي بکر رضي الله عنه ور ووتلو هغه لاړو په رومي عسکرو کي يي آس تاؤ راتاؤ کړو بيا ميدان ته راغلو پنځه کسان تکړه پهلوانان ورته په يو وار راووتل عبدالرحمن بن ابي بکر رضي الله عنه هغوي ټول په يو وار راڅملول او مړه يي کړل عبدالرحمن بن ا
🫀 1

Comments